د لاسرسي لېنکونه

پخوانی جهادي مشر صبغت الله مجددي وايي، باید د سولې په خبرو کې اساسي قانون مراعت شي.

ښاغلي مجددي چې نن یې کابل کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې دی هېڅکله د سولې مخالفت نه کوي خو په دغه بهیر کې باید د حق العبد موضوع خوندي وي.

د نوموړي په خبره له حزب اسلامي سره د سولې په هوکړې کې دې موضوع ته په هغه شکل چې لازمه وه پام نه دی شوی.

په همدې حال کې یو شمېر دیني عالمان هم په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې جدي هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG