د کابل امنیه قومانداني وايي چې کابل ښار کې د یوې بهرنۍ مېرمنې د تښتولو د څرنګوالي په اړه هڅې روانې دي او له هغو امنیتي مسؤلانو سره به جدي چلند کېږي چې په دې برخه کې یې بېغوري کړې وي.
د کابل امنیتي مسؤلان وايي، هڅه کوي دغه پاکستانيالاصله اسټرالیايي مېرمن د تښتوونکو له منګولو وژغوري او عاملینیې قانون ته وسپاري.
د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دغه مېرمن چې له یوې بهرنۍ مؤسسې سرهیې کار کاوه د کابل ښار لسمه حوزه کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري تښتول شوې ده.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"داسې واقعات تر ډېره جدي څېړل کېږي، کله چې دا واقع شوی زموږ یو مشخص مسلکي ټیم پر همدې بوخت دی څو یې پيدا کړي او څوک پهکې پړه دي. که کوم څوک مقصر وپېژندل شي په اړه بهیې پريکړه کېږي او که تخنیکې ستونزه وي د حل لپاره بهیې کار کېږي."
امنیتي مسؤلان وايي چې دغه مېرمن فرحشاه نومېږي او د شنبې ماښام د کابل د لسمې حوزې اړوند قلعه فتحالله سیمه کې د دوو وسلهوالو کسانو لهخوا چې ملکي جامې یې په تن وې تښتول شوې ده.
د دوی په وینا دغې پاکستانيالاصله مېرمن چې وړاندې له دې افغانيالاصله بلل شوې وه له اکبر مؤسسې سره کار کاوه او له هغې سیمې څخه تښتول شوې چې څو میاشتې وړاندې یوه هندۍ مېرمن هم برمته شوې وه.
په نېږدې یو کال کې د بهرنیو مرستندویه مؤسسو څو تنه کارکوونکي یوازې په کابل ښار کې تښتول شوي دي.
له دې مخکې هم په کابل ښار کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.
څو میاشتې وړاندې یوه هندۍ مېرمن چې له یوې مرستندویه مؤسسې سرهیې کار کاوه د کابل ښار په لسمه حوزه کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وتښتول شوه خو له یوې مودې وروسته خوشې کړای شوه.
د دغه وضعیت دوام په افغانستان کې ځینې بهرنۍ مؤسسې او د یادو مؤسسو بهرني کارکوونکي اندېښمن کړي دي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی عبدالحی اخندزاده وايي، افغانستان کې د بهرنیانو تښتول کولای شي په دغه هېواد کې د مرستندویه مؤسسو پر چارو او فعالیتونو منفي اغېز وکړي.
دی وايي:
"دا چې بهرني وګړي افغانستان کې تښتول کېږي دا وضعیت د افغانستان پر اقتصادي او سیاسي وضعیت منفي اغېز کوي او سربېره پر دې پر هغو مرستو هم اغېزه کوي چې موږ ورته اړتیا لرو نو ځکه باید په دې اړه جدي اقدام وشي."
د کابل امنیتي مسؤلان ټینګار کوي چې ښار کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي خو وايي چې بهرني اتباع باید د شپې لهخوا د ګرځېدو په صورت کې امنیتي ځواکونه په جریان کې پرېږدي.
خو د کابل اوسېدونکي امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او تلیې په ښار کې د غیر مسؤله وسلهوالو له حضوره، تښتونې، وژنې او له ورته نورو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
Your browser doesn’t support HTML5
راپور: عبادالله حنانزي