شریفي: حکومت دې د خبریالانو خوندیتوب لپاره جدي تدابیر ونیسي

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه له حکومته غواړي چې د افغان خبریالانو د امنیت لپاره جدي تدابیر و نیسي.

یاده کمېټه وايي، که دا ستونزه حل نشي نو رسنۍ او د بیان ازادي به زیانمنه شي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، خبریالان د جګړې په ښکېلو هیڅ یوې غاړې پورې اړه نه لري او باید ورباندې حمله و نه شي.

د دغې کمېټې مسؤل نجیب شریفي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان خبریالانو امنیت تر پخوا ډېر خراب شوی دی او باید جدي تدابیر ورته و نیول شي.

شریفي: د افغان خبریالانو امنیت تر پخوا ډېر خراب شوی.

نوموړی زیاته کړه:

"موږ ډېر اندېښمن، خو هیله من یو چې مسؤلین په دې برخه کې جدي تدابیر و نیسي که نه نو د بیان ازادي چې د تېرو پنځلسو کلونو تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده، دا به له منځه ولاړه شي."

نوموړی زیاتوي چې د رسنیو مسؤلین هم کله چې خبریالان نا امنه سیمو ته لېږي، هغوی ته باید لازمې زده کړې ورکړي او حفاظتي وسایل ورته برابر کړي.

د خبریالانو له نا خوندیتوبه په داسې حال کې اندېښنې را پیدا شوي چې د جمعې په ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نعمت الله زهیر په نوم د یوه خبریال موټر پر ماین برابر شو او هغه پکې ووژل شو.

خبریال نعمت الله پرون جمعه هلمند کې ووژل شو.

ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بې پولې خبریالانو ټولنې، کابل پرس کلب او د خبریالانو د حقونو لپاره فعالو بنسټونو دا پېښه و غندله.

په همدې حال کې د هلمند د خبریالانو د ټولنې رئیس زین الله ستانکزی وایي، په دغه ولایت کې خبریالان له ډول ډول ګواښونو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په هلمند کې د خبریالانو وضعیت ښه نه دی او په مجموع کې دوی او کورنۍ یې تر فشار لاندي دي، په تېرو اتو کلونو کې دا د مطبوعاتو د کورنۍ پنځم کس دی چې په هلمند کې شهید کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولې میاشتې په ۱۷مه د امریکا د ملي راډیو "NPR" سابقه لرونکي خبریال ډیویډ ګیلکي او بل افغان خبریال ذبیح الله تمنا د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې له دوو نورو کسانو سره د طالبانو په یو برید کې ووژل شول.

خبریال ډیویډ ګیلکي او بل افغان خبریال ذبیح الله تمنا د غبرګولې په ۱۷مه هلمند کې ووژل شول.

له دې مخکې په زابل کې هم د ملي ټلویزیون خبریال محمد یعقوب شرافت د نا معلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

خبریال محمد یعقوب شرافت تېره میاشت ووژل شو.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سږ کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی بللی او وایي چې د همدې کال په جریان کې ۱۲ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.

اخوا د کورنیو چارو وزارت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د هڅو خبره کوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې په همدې هدف په دې وروستیو کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د همغږۍ دفترونه په مرکز او ولایتونو کې جوړ شول.

دانش: د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د همغږۍ دفترونه جوړ شول.

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی ستونزو ته د رسیدګۍ په هدف سپارښتنې وکړې، موږ د افغانستان د ولایتونو په کچه د همغږۍ دفترونه جوړ کړل، دغه دفترونه دنده لري چې ګواښونو ته په کتو یو سم ځای د رسنیو له ټولو امکاناتو سره دوی ته برابر کړي چې له نېکه مرغه دې کار ښه نتیجه هم ورکړې ده."

خبریالانو ته د دولت د بې پامۍ تر څنګ وسله وال طالبان هم په زیاتو مواردو کې د خبریالانو پر وړاندې په تاوتریخوالي تورن دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې په ځينو مواردو کې د خبریالانو پر وړاندې ناڅاپي پېښې کېږي او په خبره یې چې دوی هیڅ کله خبریالان قصداً نه په نښه کوي.

راپور: محمد قسیم سوله مل