د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

افغان ولسمشر په هلمند کې د دوو خبریالانو وژل غندلي


افغان ولسمشر په هلمند ولایت کې د دوو خبریالانو وژل غندلي دي. په وژل شویو خبریالانو کې یو امریکايي او بل هم افغان خبریال شامل دي.

د امریکا د ملي راډیو "NPR" سابقه لرونکي خبریال ډیویډ ګیلکي او بل افغان خبریال ذبیح الله تمنا د یکشنبې په ورځ د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې له دوو نورو کسانو سره د طالبانو په یو برید کې ووژل شول.

افغان ولسمشر اشرف غني دا برید د ټولو بشري او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، وسله وال طالبان د ولسي خلکو، پوځیانو او خبریالانو تر منځ توپیر نه کوي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ګیلکي او تمنا د جګړې له لومړۍ کرښې څخه راپورونه برابرول.

وسله وال طالبان د ولسي خلکو، پوځیانو او خبریالانو تر منځ توپیر نه کوي
وسله وال طالبان د ولسي خلکو، پوځیانو او خبریالانو تر منځ توپیر نه کوي

ولسمشر غني چې د دې دوو خبریالانو له وژل کېدو یوه ورځ وروسته د هلمند د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د دې ولایت مرکز لښکرګاه ته تللی و، د دې دوو خبریالانو کورنیو ته یې تسلیت ویلي.

بل خوا په کابل کې د امریکا سفارت او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن هم د دې دوو خبریالانو په وژل کېدو خواشیني ښودلې او د دوی کورنیو ته یې تسلیت ویلی.

په یوې خبرپاڼې کې د جنرال نیکولسن له خولې ویل شوي چې ډیویډ او ذبیح الله له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې نه ستړې کیدونکې هڅې کولې څو د افغانستان د خلکو حال نړۍ ته ورسوي.

نوموړي ویلي موږ د دوی د هڅو درناوی کوو همدارنګه د نورو هغو خبریالانو د هڅو چې د جګړو له سیمو څخه د ستونزمنو شرایطو سربیره راپورونه برابروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دې خبریالانو وژل کېدل د هغه دومداره خطر یوه ویرونکې یادونه بللې چې د افغانستان خلک، د دې هېواد امنیتي ځواکونه او دغلته خبریالان ورسره مخ دي.

پنځوس کلن ګیلکي د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د افغانستان او عراق د جګړو په اړه راپورونه برابرول.

ګیلکي د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د افغانستان او عراق د جګړو په اړه راپورونه برابرول
ګیلکي د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د افغانستان او عراق د جګړو په اړه راپورونه برابرول

۳۷ کلن ذبیح الله تمنا بیا افغان ژورنالېست وو چې له ګیلکي سره یې د ژباړن په توګه کار کاوه.

د امریکا د ملي راډیو یوې ویاندې ایزابیل لارا ویلي، ګیلکي او تمنا د افغانستان د ملي اردو له یوې ګزمې سره ملګري وو چې په مارجې ولسوالۍ کې یې د موټرو پر کاروان برید شوی. له دوی سره ملګري دوه نورو خبریالانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنیسټ ویلي، ولسمشر بارک اوباما له ګیلکي سره کتلي وو او د نوموړي په وژل کېدو یې د ولسمشر اوباما د امریکا د لومړۍ میرمن له لورې خواشینې ښودلې.

XS
SM
MD
LG