د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

يو امریکايي خبريال او د هغه ژباړن په هلمند کې ووژل شول


يو امریکايي خبريال او د هغه ژباړن د يکشنبې په ورځ په هلمند ولایت کې تر حمله لاندې راغلل او ووژل شول.

دغو دوو خبريالانو د يوه افغان پوځي واحد سره سفر کاوه چې د جګړې په اړه راپورونه ورکړي.

د څېړونکو په وينا د دوی وژل کېدل ښيي چې د افغانستان جګړه اوس هم د خبريالانو لپاره له خطرونو ډکه ده چې غواړي د دې جګړې په اړه راپور ورکړي.

د يکشنبې په ورځ په هلمند ولايت کې د افغان ځواکونو پر يوه واحد حمله وشوه او په کې دوو خبريالانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د جګړې په اړه يې د راپور لپاره له دې واحد سره سفر کاوه.

په وژل شوېو کې يو امریکايي خبريال او عکاس پنځوس کلن ډېويډ ګيلکي او د هغه افغان همکار او ژباړن اته دېرش کلن ذبيح الله تمنا دي.

له دوی سره د امریکا د نېشنل پبلک راډيو دوه نور خبريالان ټام بومن او مونيکا ايوفسټاڼيوا په بل موټر کې روان وو خو هغوی ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

په وژل شوېو کې يو امریکايي خبريال او عکاس پنځوس کلن ډېويډ ګيلکي او د هغه افغان همکار او ژباړن اته دېرش کلن ذبيح الله تمنا دي.
په وژل شوېو کې يو امریکايي خبريال او عکاس پنځوس کلن ډېويډ ګيلکي او د هغه افغان همکار او ژباړن اته دېرش کلن ذبيح الله تمنا دي.

د نېشنل پبلک راډيو يا این پي ار ويلي دغه موټر چې په کې ګيلکي او تمنا ناست وو مارجې ته نږدې تر حملې لاندې راغلل.

د اين پي ار مشر مرستيال ريس مايکل اوريکيس ويلي چې ډېويډ د افغانستان او عراق د جګړې په اړه د ۲۰۱۱میلادي کال د سېپتمبر راهيسې راپورونه ورکول.

د ده په وینا ډېويډ غوښتل جګړه او په جګړه کې د بندو پاتو خلکو ژوند نړۍ ته ښکاره کړي.

د خبريالانو د ژغورلو کمېټه چې د ازادې خبريالۍ ډله ده، وايي چې د ګيلګي او تمنا تر وژل کېدو مخکې، له ۲۰۰۱میلادي کال راهيسې په افغانستان کې څلورويشت خبريالانو او یو د رسنیو کارکوونکی وژل شوی دی.

په افغانستان کې د خبريالانو د اتحاديې يوه غړي نقيب فانوس ازادي راډيو ته وويل چې په افغانستان کې ټول خبريالان له ګڼ شمېر خطرونو او ستونزو سره مخامخ دي.

ده زياته کړه:

"خبريالان تل د بېلابېلو ډلو، د دولتي او امنيتي ادارو له خوا ګواښل شوي. موږ او تاسو ټول د دې شاهدان يو چې افغانستان داسې هېواد نه دی چې په کې خبريالان په بشپړه توګه خوندي وي. په افغانستان کې د خبريالانو ستونزې ډېرې دي."

د اين پي ار د جنوبي امریکا خبريال لولو ګارسيا ناوارو چې مخکې يې په عراق او منځني ختيځ کې د دې راډیو د ريس په توګه دنده تر سره کړې، پر خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي:

"موږ د خپلو مړېو درناوی کوو. موږ دوی په ياد ساتو. موږ پوهیږو د دوی کار ژوندی دی خو دا کافي نه ده. موږ غمجن يو."

د ده په وینا ډېويډ ګيلکي د اين پي ار له تر ټولو غوره خبريالانو څخه يو وو.

XS
SM
MD
LG