څلور ورځې وړاندې د ارزګان چورې ولسوالۍ ته نېږدې د ملي اردو قرارګاه وسلهوالو طالبانو ونیوله او د یوې باوري سرچینې په باور په قرارګاه کې مېشت د ملي اردو ۴۱ تنه سرتېري له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره یوځای وسلهوالو طالبانو ته تسلیم شول.
وروسته افغان هوايي ځواکونو پر دغې پوځي قرارګاه هوايي بریدونه وکړل چې د سرچینو د معلوماتو له مخې ۱۵۰ کسانو تهيې مرګ ژوبله واړوله.
د افغانستان سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داودشاه وفادار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی څلور ورځې وړاندې د ارزګان ولایت چورې ولسوالۍ ته نېږدې پر هغه پوځي قرارګاه بریدونه کړي چې وسلهوالو طالبانو نیولې وه.
نوموړی وايي، په دغې قرارګاه کې یې ۵۰ وسلهوال طالبان وژلي او ۷۰ تنهیې ټپیان دي او په خبرهیې دې بریدونو کې هېڅ کوم ملکي کس ته زیان نهدی اوښتی.
خو په ورته وخت کې تورن جنرال داودشاه وفادار د ارزګان ولایتي شورا او د سرې میاشتې ټولنه د وسلهوالو طالبانو سره په همکاري تورنوي او وايي چې دوی غواړي د وسلهوالو طالبانو تلفات پټ وساتي او په همدې ډول زموږ د سرتېرو مورال ضعیف کړي.
ښاغلی وفادار وايي:
"نظامي کمپ ته هېڅڅوک حق نهلري چې ورشي، دوی هلته غوښتل چې یو وېډیو کنفراس جوړ کړي، موږ هېڅکله نهغواړو چې ملکیان په نښه کړو، څوک چې د ملي اردو او ملي ځواک پر ضد تبلیغات کوي هغه له وسلهوالو طالبانو سره همکاري کوي."
ښاغلي وفادار پر وسلهوالو طالبانو هم غږ وکړ چې راشي او د سولې له پروسې سره یوځای شي او نور دې د افغانانو وینې نهتويوي.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي شورا تورن جنرال داود شاه وفادار په کمزوري مدیرت تورنوي.
ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادمزوی ازادي راډیو ته وویل چې وفادار غواړي خپله ناکامي او خپل کمزوری مدیرت پټ وساتي او دغه پړه له ځان لیرې کړي چې ګنې دوی ملکیان نهدي وژلي.
خادمزوی وايي، په دغه برید کې ۴۰ کسان وژل شوي چې ۲۳ تنهيې ملکیان دي.
ښاغلي خادمزوی وايي:
"موږ مخکې هم ویلي و چې په دغو بریدونو کې ملکیان هم وژل شوي دي او وسلهوال طالبان هم دي، ولې دی غواړي چې خپل کمزوری مدیرت او خپل ناکامي پټه وساتي، څو دا په ډاګه نهشي چې په دغو بریدونو کې ملکیان وژل شوي، وفادار غواړي چې ځان خلاص کړي."
خادمزوی وايي، ملکیان خپله هغو سیمو ته نهدي ورغلي دوی وسلهوالو طالبانو د ځان دفاع په خاطر دغې قرارګاه ته وړي دي څو افغان امنیتي ځواکونه ورباندې ډزې ونهکړي.
خو د سرې میاشتې ټولنه هم د وفادار په وړاندې ورته څرګندونې لري.
هغه وايي چې په دغو هوايي بریدونو کې ۳۰ تنه ملکیان وژل شوي دي او ۲۰ نور ټپیان دي.
هاخوا بیا د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي برېښنا لیک کې ویلي چې په دغه هوايي برید کې ۳۰ تنه وژل شوي چې ټول ملکیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تورن جنرال داود شاه وفادار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو څلور ورځو د عملیاتو پر مهال چې د بهرنیو او افغان ګډو ځواکونو لهخوا ترسره شوي ۲۳۲ وسلهوالو طالبانو تهیې مرګه ژوبله اړولې.
راپور: شریفالله شرافت