پاکستانۍ محکمې د شربتګلې ضمانت ونهمانه.
د پاکستان فدرالي تحقیقاتو ادارې "FIA" د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ شربتګله په دې تور ونیوله چې په پاکستان کې په جعلي اسنادو اوسېږي.
پرون چې کله پېښور کې محکمې د شربتګلې په اړه پرېکړه کوله، څارنوالو د هغې د خلاصېدو غوښتنه وکړه، خو قاضي دا خبره رد کړه.
تر محکمې وروسته پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وویل:
"زموږ هڅو ته په کتو فدرال څارنوالانو کوم هدایت چې له اسلاماباده واخیست محکمې تهیې وویل چې هغوی د شربتګلې د خوشې کولو پلوي دي، خو قاضي بېل دریځ غوره کړ معمولاً کله چې څارنوال د تورن د خوشې کولو غوښتونکی شي قاضي د هغه له غوښتنې سره موافقه کوي خو نن استثناً قاضي د هغې له خوشې کولو سره موافقه ونهکړه."
شربتګله هغه افغان مهاجره ده چې ۳۰ کاله مخکې له ننه د نېشنل جیوګرافیک مجلې نامتو عکاس سټیف مککیوري د دې عکس واخیست او بیا دا عکس د مجلې په لومړۍ پوښتۍ خپور شو.
له دې سره شربتګله د شنو سترګو په افغانې مشهوره شوه.
د بخښنې نړیوال سازمان چې مرکز یې لندن کې دی، د شربتګلې پېښه غندي.
د بشري حقونو په دې مؤسسه کې د افغانستان د برخې مسؤله حوریه مصدق وایي:
"شربتګله هغه څوک ده چې تر ۳۰ کاله مخکې پاکستان ته مهاجره شوې او کوربه هېواد تر اوسه نهدی توانېدلی چې د ژوند امکانات او قانوني شرایط ورته چمتو کړي چې دا په خپله د مهاجرت له کنوانسیون نه جدي سرغړونه ده."
پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هیلهمند دی چې شربتګله به له زندانه خوشې شي.
زاخېلوال وایي چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف تهیې پرون د محکمې تر پرېکړې وروسته رسمي لیک واستاوه ترڅو په دې قضیه کې مرسته وکړي.
ښاغلي زاخېلوال هیله څرګنده کړه چې په یو دوو ورځو کې به د شربتګلې دوسیه راغونډه شي.
خو افغان سفیر څو ورځې مخکې هم هغه وخت ورته هیله ښکاره کړې وه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چوهدي نثار له ده سره له زندانه د شربتګلې د خلاصېدو ژمنه وکړه او بیا هغه ژمنه ترسره نهشوه.