امریکا کې انتخاباتي سیالۍ، د ډالرو بیې او د نړۍ د اسهامو بازار ځوړ

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو ته تر یوې اوونۍ لږ وخت پاتې دی او د دوو کاندیدانو تر منځ سختې سیالۍ روانې دي، د ډالرو بیه راښکته شوې ده.

له څو اوونیو راهیسي انګېرنه دا وه چې د ډموکراټ ګوند کاندیده هېلري کلېنټن تر خپل جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ وړاندې ده، خو اوس د دوو کاندیدانو تر منځ واټن کم شوی او دغې مسئلي پر اقتصادي بازارونو اغېز کړی دی.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د دوو کاندیدانو د جدي سیالیو په ترڅ کې په نړۍ کې د اسهامو بازار مخ پر ځوړ دی او د ډالرو بیه ښکته شوې ده.

له اوونیو راهیسې د نړۍ سترو پانګوالو ټولو پوښتنو ته په کتو داسې ګڼلې وه چې د ډموکراټ ګوند کاندیده هېلري کلېنټن تر خپل جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ مخکي ده او دوی ډاډه و چې کلېنټن به انتخابات وګټي، خو وروسته له هغه چې د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې «اف. بي. ای» د هېلري کلېنټن د اېمېلونو په اړه د لا ډېرې ارزونې اعلان وکړ، د دوو کاندیدانو تر منځ واټن کم شوی دی.

د دواړو کاندیدانو تر منځ واټن کم شوی دی.

په هغې ټول پوښتنه کې چې د نومبر پر لومړنۍ نېټه وشوه، ښیي چې تر څو میاشتو وروسته د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ تر مېرمن کلېنټن مخکې شوی دی.

دا موضوع د دې لامل شوه چې د والسټریټ اقتصادي بازار مخ پر ښکته ولاړ شي او د اسهامو بیې په مجموعي ډول یو په سلو کې راښکته شي.

د اسهامو د بیې کموالی د نومبر پر دوهمه نېټه د اسیا، فرانکفورت، پاریس او جاپان په اقتصادي بازارونو کې له یو تر یونیم فیصده وو.

د یورو او هم د نړۍ د نورو اسعارو په مقابل کې د ډالرو بیه لږ تر لږه یو فیصد کمه شوې ده.

د نورو اسعارو په مقابل کې د ډالرو بیه لږ تر لږه یو فیصد کمه شوې ده.

له همدې سره د نړۍ پانګوالو په امریکا کې د یوې سیاسي متشنجې دورې څخه د اندېښنو له کبله خپلې پانګې په زرو اړولي او په خوندي ځایونو کې یې ځای پر ځای کړي دي.

د کنګس ویو اسیټ منجمنټ «Kingsview Asset Management» یا د پانګونې مدیریت ادارې مسؤل پاول نولت «Paul Nolte» روېټرز خبري اژانس ته ویلي:

"اقتصادي بازار د هېلري کلېنټن د کامیابۍ پر اساس جوړ شوی دی او د ډونالډ ټرمپ بریالیتوب به هغه خراب کړي، دا هغه څه دي چې په ځینو ټول پوښتنو کې د کاندیدانو تر منځ د واټن له کمېدو سره موږ لیدلي دي."

په امریکا کې د اسعارو یو مدیر مایکل اې ګایاد «Michael A. Gayed» وایي، په هغه صورت کې چې د نړۍ اقتصادي بازارونو د هېلري کلېنټن پر بریالیتوب پانګونه کړې وي او ډونالډ ټرمپ انتخابات وګټي، داسې احتمال شته چې اقتصادي بازارونه له یوه تعدیل او اغېزناکې مرحلې سره مخامخ شي.