د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

له «اف.بي. ای» ادارې نه د هیلري کلېنټن غوښتنه


د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندیده هیلري کلنټن وایې ډاډه ده چې د دې د ایمیلونو په اړه د «اف. بي. ای» نوې څېړنه به هغه اصلي نتیجه بدله نه کړې چې وایې دا دې تر تعقیب لاندي نه نیول کېږي.

کلنټن پرون ویلي، ​"د امریکا خلک د دې وړ دي چې ژر تر ژره په بشپړو حقایقو پوه شي.​"

نوموړي پر «اف. ب. ای» یا د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې ټینګار کړی چې دا موضوع هرڅه چې ده ژر تر ژره واضحه کړي.

دغې ادارې ویلي چې دوی به هغه نوي ایمیلونه وارزوي چې د کلنټن لخوا د کارول شوي خصوصي ایمیلونو له ارشیف څخه راپورته شوي دي.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو ته تر دوو اونیو لږ وخت پاته دی، د امریکا کانګرس ته د فډرالي تحقیقاتي ادارې یا اف بی ای د مشر جیمز کامي «James Comey» لخوا دغه اعلان د هغه هېواد د ولسمشر رزیو انتخاباتو لپاره د کمپاینونو په برخه کې نوي شکونه رامنځته کړي دي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د اف بي ای دغه لیک په نیو هم پشایر کې د کمپاین پر مهال خپلو پلویانو ته ور وښود څو پر خپلې سیالي کلنټن ګوزار وکړي.

دی وایي، ​"موږ باید پرې نږدو چې هغه خپله جنایي طرح ولسمشرۍ ماڼۍ ته یوسي."

ټرمپ پخپله د جنسي ازار له تورونو سره مخامخ دی، خو دی دا تورورنه ردوي.

XS
SM
MD
LG