د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

هېلري کلېنټن د «FBI» ادارې د مشر څرګندونې د اندېښنې وړ وبللې


د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ډموکراټ ګوند کاندیدې هېلري کلېنټن د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې یا «اف. بي. ای» د رئیس وروستۍ څرګندونې ډېرې د اندېښنې وړ بللې دي.

په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته یوازې څو ورځې پاتې دي، د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې مشر د وروستیو څرګندونو په وړاندې ډموکراټانو سخت غبرګون ښودلی دی.

هېلري کلېنټن د «اف. بي. ای» د ادارې د مشر جېمز کامي څرګندونې چې ویلي يې دي د هغې د ایمیلونو قضیه څېړي، یو غیر معمول اقدام بللی او پر هغې یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اسوشیټېد پرس خبري اژانس د راپور له مخې کلېنټن چې د فلوریدا ایالت د فورت لادردیل په ښارګوټي کې په یوه غونډه کې څرګندونې کولې وویل:

"دا یوازې حیرانونکې نه‌ده بلکې هغه یوه بې‌سارې او ډېره د اندېښنې وړ مسئله ځکه ده چې رأی ورکونکي دې ته اړتیا لري چې بشپړو حقایقو او نهایي نتیجې ته لاسرسی ولري."

کلېنټن یوه ورځ مخکې هم په یوه بل انتخاباتي کمپاین کې د دې مسئلې یادونه کړې وه، خو ویلي و چې له دې سره سره به دوی خپل هدف ته په رسېدو ډېر تمرکز وکړي.

د امریکا د کانګرس په سنا جرګه کې د اقلیت ډموکراتانو مشر «هاری ريډ» هم ویلي چې د «اف. بي. ای» ادارې مشر د دغې مسئلې په افشا کولو سره چې د کلېنټن نوي ایملیونه څېړي، قانون تر پښو لاندې کړی دی.

ښاغلي ریډ د تحقیقاتو د فدرالي ادارې مشر ته په یوه اعتراضیه لیک کې ویلي چې نوموړی د خپلې دندې له صلاحیتونو څخه په استفادې له قانون څخه سرغړونه کوي.

د «اف. بي. ای» مشر جېمز کامي د استازو جرګې ته په هغه لیک کې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ استولي ویلي چې د کلېنټن د هغو ایمیلیونو په اړه چې له خپل شخصي سرور څخه‌یې کار اخیستی، څېړنه کوي.

هغه ویلي دغې څېړنې ته وروسته له هغې اړتیا پیدا شوه چې د مېرمن کلېنټن د یوې همکارې هما عابدین د ایمیلونو مسئله په تحقیقاتو کې رابرسېره شوه.

دغه ایمیلونه له هغه کمپیوټره ترلاسه شوي چې د هما د پخواني مېړه «انتوني ویینر» څخه د تحقیقاتو په جریان کې ضبط شوی و.

که دغې مسئلې له یوې خوا ډموکراتان ډېر اندېښمن کړي، د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ پرې ظاهراً ډېر خوښ دی.

ټرمپ پر یادې مسئلې خوښ دی.
ټرمپ پر یادې مسئلې خوښ دی.

ټرمپ په نوادا کې په یوه غونډه کې وویل:

"موږ هېڅکله دا فکر نه‌کاوه چې له انتوني ویینر نه به مننه کوو، دا د واترګېټ له قضیې وروسته تر ټولو لویه سیاسي رسوایي ده، هېلري له خپل ځان پرته بل هېڅ‌څوک مسؤل نه‌شي ګڼلی، زه حیران یم چې هما به وساتي، په دې موافق یو چې هما په یوه سرخوږي بدله شوې."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د کلېنټن له‌خوا له شخصي ایمیلونو څخه د استفادې مسئله له څو میاشتو راهیسې توده وه، خو دې مسئلې ته بیا د خلکو ډېر پام وروسته له هغې واوښت چې د «اف. بي. ای» ادارې مشر دا مسئله راپورته کړه.

د دغو نویو ایمیلونو د محتوا په اړه زیات جزئیات نه‌دي خپاره شوي او دا هم نه‌ده روښانه چې هغه به په راروانو انتخاباتو کې چې د نومبر په اتمه نېټه ترسره کېږي، د ډموکراتانو پر دریځ څومره اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG