د افغانستان سولې عالي شورا له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړي چې اسلاماباد ته اجازه ورنهکړي چې د خپلو ګټو لپاره د افغانستان د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پر افغان طالبانو د پاکستان وروستی فشار د سولې په بینالافغاني خبرو کې د دغه هېواد ښکاره لاسوهنه ده.
ښاغلی اوچقون زیاتوي:
"د پاکستان دا عمل چې ګویا ویلي یې دي چې د افغان حکومت او د طالبانو تر منځ د سولې په هر ډول خبرو کې باید د پاکستان نظر واخیستل شي، دا د افغانانو د سولې په بینالافغاني خبرو کې یوه ښکاره لاسوهنه ده چې په هېڅ صورت د منلو وړ نهده."
د افغان طالبانو دوو غړو د نوم نهښودلو په شرط اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې پاکستاني لوري له قطره ورغلي درې کسیز پلاوي ته ګواښ کړی که له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې د دوی مشوره وانهخلي، نو د طالبانو ټول لوی مشران او د هغوی کورنۍ به له پاکستانه وایستل شي.
خو د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ډول څرګندونې رد کړي دي.
بلخوا د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، پاکستان هڅه کوي چې په دې وروستیو کې له بېلابېلو لارو د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو خبرې سبوتاژ کړي.
د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، پاکستان هڅه کوي چې افغان طالبان د یوې سټراتیژیکې الې په توګه د افغانستان په مسائلو کې کار وکړي.
ښاغلی ځلاند وايي:
"په دې وروستیو کې افغان حکومت هڅه کړې چې نېغ په نېغه او یا هم د چین او امریکا په منځګړیتوب یوې افغاني سولهییزې لارې ته زمینه برابره کړي، د پاکستان وروستی دریځ د همدغو بحثونو د سبوتاژولو لپاره کېږي، څو طالبان دې ته اړ کړي چې د پاکستان غوښتنې ومني او پاکستان له طالبانو د یوې ستراتیژیکې الې په توګه د افغانستان په مسائلو کې کار واخلي."
د افغانستان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې د پټو مذاکرو په اړه رپوټونه د روان کال په سېپټمبر او اکټوبر میاشتو کې خپاره شول.
خو د دغو پټو مذاکرو په اړه نه افغان حکومت او نههم وسلهوالو طالبانو رسمي نظر څرګند کړ.
بلخوا د ولسي جرګې ځیني غړي ټینګار کوي چې افغانستان کې د روانو ستونزو د حل یوازنۍ لارې بینالافغاني مذاکرات دي.
د دغې جرګې غړی سید اکرم له وسلهوالو طالبانو غواړي چې د پردیو له فشار او غوښتنو پرته له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته چمتو شي.
دی وايي:
"ټولو افغانانو ته په کار ده چې فکر وکړي د ځینو هېوادو لهخوا دې استعمال نهشي رادې شي د سولې بینالافغاني خبرو ته دې غاړه کېږدي او د هېواد په رغولو کې دې ونډه واخلي."
څه باندې یوه میاشت وړاندې د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزباسلامي سره د بینالافغاني خبرو په پایله کې د سولې تړون لاسلیک شو.
د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، که د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو تر منځ له بهرنیو لاسوهنو پرته د سولې خبرو ته زمینه برابره شي افغانان دا وړتیا لري چې د سولې بهیر بریالی کړي.
راپور: رحمتالله افغان