د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

له قطره ورغلي طالب پلاوي ته د پاکستاني چارواکو خبرداری


د طالبانو دوو مهمو غړو چې اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس‌یې نومونه نه‎دي څرګند کړي، ویلي چې پاکستاني چارواکو له قطره د طالبانو یوه ورغلي پلاوي ته جدي خبرداری ورکړی دي.

د اسوشیټېډ پرېس په حواله، اسلام‎اباد کې چارواکي غالباً د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پټو مذاکرو په اړه خپرو شویو رپوټونو په قهر او حیران کړي دي.

د طالبانو دوو غړو اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې پاکستاني لوري له قطره ورغلي، درې کسیز پلاوي ته خبرداری ورکړی چې که د افغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو کې له‎ دوی مشوره وانه‎خلي د طالبانو ټول لوی مشران او د هغوی کورنۍ به له پاکستانه وایستل شي.

د افغانستان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې پټو مذاکرو په اړه رپوټونه د روان کال په سېپټمبر او اکټوبر میاشتو کې خپاره شول.

د اسوشیټېډ پرېس په حواله، قطر کې د طالبانو د دفتر درې کسیز پلاوی دوه اوونۍ مخکې پاکستان ته ورسېد او هدف‌یې ښايي له هغو پاکستاني چارواکو سره د اوبو سړول و چې د کابل او طالبانو د سولې له پټو خبرو په قهر دي.

عزیز: له طالبانو سره د مطبوعاتو له لارې خبرې نه‌کوو.
عزیز: له طالبانو سره د مطبوعاتو له لارې خبرې نه‌کوو.

د پاکستان حکومتي چارواکو په‎ دې اړه له تبصرې ډډه کړې او د دې هېواد د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې دوی له طالبانو سره د مطبوعاتو په وسیله خبرې نه‎کوي.

پاکستان د افغانستان حکومت دا ادعا ردوي چې وسله‎والو طالبانو ته‌یې پناه ځایونه ورکړي دي.

اسوشیټېډ پرېس وايي، قطر کې د طالبانو له دفتره ملا عبدالسلام حنفي، ملا جان محمد او مولوي شهاب‌الدین دلاور تېره اوونۍ اسلام‎اباد ته تللي او له پاکستاني لوري سره‌یې خبرې کړې دي.

اسلام‎اباد د کابل او واشنګټن تر فشار لاندې و چې هلته د طالبانو یو شمېر مېشت رهبران له افغان حکومت سره د څلور اړخیزو مذاکرو مېز ته راولي خو اسوشیټېډ پرېس وايي، هلته مېشتو زیاتو طالبانو له‎ دې انکار وکړ او اسلام‎اباد یې مأیوس کړی دی.

د رپوټونو په حواله داسې ګڼل کېږي چې قطر کې د طالبانو د دفتر دې پلاوي غوښتل چې د پاکستاني چارواکو غُصه سړه کړي.

د طالبانو قطر دفتر
د طالبانو قطر دفتر

رپوټونه وايي چې دا درې کسیز پلاوی کوټې ته تللی څو له پاکستاني چارواکو سره د خپلو خبرو جزئیات د طالبانو له نورو مشرانو سره شریک کړي.

د اسوشیټېډ پرېس په حواله د طالبانو د څو مشرانو په یوه ګډ پیغام کې چې پر واټزاپ «Whatsapp» استول شوی، پر پاکستان تور لګول شوی چې د مشر ملا اختر محمد منصور وژلو کې یې له امریکا سره همکاري کړې ده.

ملا اختر محمد منصور بلوچستان کې د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

اسوشیټېډ پرېس وايي چې د طالبانو یو شمېر مشران د سولې د مذاکرو په اړه د اسلام‎اباد د غوښتنو د نه‌منلو یا د افغانستان له حکومت سره د خبرو له امله پاکستان کې زنداني دي.

په‎ دوی کې د طالبانو یو پېژندل شوی قوماندان ملا احمدالله نانی هم شامل دی.

د طالبانو هغو دوو مهمو غړو چې له اسوشیټېډ پرېس سره د هويت د پټ پاتې کېدو په شرط غږېدلي، ویلي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د خپلو زندانیانو پر برخلیک هم خبرې کړې دي.

د طالبانو چارواکو اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې ملا احمدالله نانی د روانې میاشتې په پیل کې ونیول شو ځکه هغه د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان د سولې په څلور اړخیزو مذاکرو کې له ګډونه انکار کړی و.

XS
SM
MD
LG