د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

سرتاج عزیز پاکستان ته د افغان طالبانو د پلاوي سفر تائید کړ


بهرنیو چارو کې د پاکستان صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز منلې چې د افغان طالبانو یوه پلاوي پاکستان ته سفر کړی، خو په دې اړه‌یې له نورو "تفصیلاتو" ډډه کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې په روانه اوونۍ کې داسې راپورونه خپاره شول چې په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر درېیو غړو د پاکستان دوره کړې، څو د دې هېواد له چارواکو سره په یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي.

که څه هم رسنیو ادعا کړې وه چې پاکستان ته د طالبانو د دغه پلاوي د سفر هدف له پاکستانیو چارواکو سره په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو په اړه خبرې اترې کول دي.

خو ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي، په دې اړه رسنیو ته ویلي و چې د دغه پلاوي د سفر هدف له پاکستانیو چارواکو سره د افغان کډوالو په وضعیت، په پاکستان کې د طالبانو د مدرسو تړلو او نورو مسائلو په اړه خبرې وې.

که څه هم پاکستانیو چارواکو دغه هېواد ته د افغان طالبانو د سفر په اړه څه نه‌و ویلي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د دوشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ومنله چې د افغان طالبانو یوه پلاوي د پاکستان سفر کړی، خو په دې اړه‌یې نور تفصیلات ورنه‌کړل.

نوموړي همداراز یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هېواد یې په افغانستان کې د امن غوښتونکی دی او په دې لړ کې به د څلور اړخیزې کمېټې له چوکاټه خپلې هڅې جاري وساتي.

عزیز په دې اړه وايي:

"دا خو موږ ته معلومه ده چې د هغوی یو پلاوی راغلی او په دې اړه په اخبارونو کې تفصیلات هم خپاره شوي، خو د دغه تفصیلاتو ورکول چې «په دغه سفر کې» کومې خبرې شوي دي، زما په خیال د دې ویل مناسب نه‌دي. لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې دا مهال د څلور اړخیزې کمېټې څلور غړي دي، پاکستان، امریکا، چین او افغانستان. موږ څلور واړه کوښښ کوو چې دا خبرې اترې وهڅوو. خبرې خو به بالاخره د افغان حکومت او افغان طالبانو تر منځ کېږي. په قطر کې څو ورځې مخکې یوه ناسته شوې او اوس به ظاهره ده هغوی په دې اړه څه نا څه بریفېنګ کوي، خو زموږ هڅه همدا ده چې په راتلونکي کې د هغوی تر منځ مذاکرات وشي."

ښاغلي عزیز له رسنیو سره په خبرو کې همدا شان وویل چې پاکستان به د روان کال په ډسمبر میاشت کې په هندوستان کې د افغانستان په اړه کېدونکي اسیا زړه کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

تر دې مخکې د اسیا زړه کنفرانس د تېر کال په ډسمبر کې د پاکستان په کوربه‎توب په اسلام‌اباد کې شوی و چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په‎کې هم ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده چې په دغه کنفرانس کې د هندوستان استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج کړی و چې بیا وروسته‌یې په همدې کنفرانس کې د راتلونکي اسیا زړه کنفرانس د کوربه‌توب اعلان هم وکړ.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG