د لاسرسي لېنکونه

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې اسلام‎اباد ته له قطره د طالبانو د درې کسیز پلاوي د سفر په اړه یو شمېر مطالب خپاره کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې د ګارډین برېتانیايي ورځپاڼې په حواله لیکلي چې د طالبانو د قطر د دفتر یو لوړ پوړي پلاوي اسلام‎اباد ته سفر کړی او له افغان حکومت سره یې د وروستیو خبرو اترو راپور له پاکستاني چارواکو سره شریک کړی دی.

سرنوشت په خپل دغه مطلب کې لیکلي دي چې ګارډین د دوو طالب چارواکو په حواله ویلي چې دغه پلاوي تېره اوونۍ اسلام‎اباد ته سفر کړی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې دغه درې کسیز پلاوی له پخوانیو طالب چارواکو، مولوي شهاب الدین دلاور، ملاجان محمد مدني او ملا عبدالسلام څخه جوړ وو.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې اې پي امریکايي اژانس په پاکستان کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال له خولې دا سفر او لیدنې کتنې تائید کړي خو جزئیات یې نه دي ورکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په همدې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکې له ډان پاکستانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې هم دا تائید کړې چې طالب پلاوي له دوی سره لیدلي دي.

هېواد لیکي چې دغه پاکستاني امنیتي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی ډان ته ویلي، اسلام‎اباد په ګاونډي هېواد افغانستان کې د سولې لپاره رول لوبوي.

هېواد په خپل دغه کې مطلب دا هم ویلي چې د اسوشیټېډ پریس په ګډون ګڼو لویدیځو اژانسونو هم اسلام‎اباد ته د طالب پلاوی دغه سفر تائید کړی دی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سره مقاله کې لیکلي چې له قطره اسلام‎اباد ته د طالب پلاوی راتګ د محرم د ورځو هغه خبرونه ټول تائید کړل چې پاکستان یو شمېر طالب مشران نیولي او پر دې ډلې یې فشارونه زیات کړي چې د اسلام‎اباد ځینو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

په سر مقاله کې راغلي، واقعیت دا دی چې اوس هغه ادعاوې هم رېښتیا شوې چې د طالبانو زیاته برخه د پاکستان پر ناولیو موخو پوهېدلي چې له دوی څخه د فشار د یو ځواک په توګه یوازې د خپلو موخو لپاره ګټه اخلي .

د سر مقاله لیکونکي په باور که دغه ګټه نه وي، طالبان به په پاکستان کې یوه شپه هم تېره نه کړای شي.

XS
SM
MD
LG