د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

عبدالله: سعودي افغان سولې پروسې سره همکارۍ ته چمتو ده


د حکومت اجرائیه رئیس وايي چې سعودي چارواکو د افغانستان سولې په پروسه کې د زمینې او سهولت برابرولو په برخه کې همکاریو ته چمتوالی ښودلی دی.

عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د سعودي عربستان د سفر د لاس‎ته راوړنو په اړه له خبریالانو سره معلومات شریکول وویل چې له سعودي عربستانه د سولې په برخه کې د افغان حکومت د همکارۍ غوښتنه په هغه هېوادونو مستقیم تأثیر لري چې ترورېزم تمویلوي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"د سولې او په افغانستان کې د سولې د پروسې د تشویق په اړه سعودي چمتوالی ښودلی چې د افغان حکومت د غوښتنې مطابق که غوښتنه وشي دوی چمتو دي چې زمینه سازي وکړي او دا سهولت ایجاد کړي، سعودي ډاډ ورکړی چې دا د دوی یوه دیني او اسلامي وجیبه ده او اخلاقي مسؤلیت یې هم دی موږ له سعودي غواړو چې په دې برخه کې قدمونه واخلي."

ښاغلي عبدالله د تېرې سې شنبې په ورځ په یوه درې ورځني سفر له یو جګ پوړي افغان پلاوي سره سعودي عربستان ته ولاړ او د دوه اړخېزو همکاریو د پراختیا په اړه یې له سعودي چارواکو سره خبرې وکړې.

له ښاغلي عبدالله سره په دې سفر کې ۷ وزیرانو۲۱ افغان سوداګر، د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور، د علماوو شورا رئیس مولوي قیام‌الدین کشاف او د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم ملګرتیا کوله.

له ښاغلي عبدالله سره په دې سفر کې ۷ وزیرانو۲۱ افغان سوداګر شامل وو.
له ښاغلي عبدالله سره په دې سفر کې ۷ وزیرانو۲۱ افغان سوداګر شامل وو.

د حکومت اجرائیه رئیس وايي، سعودي چارواکو ورسره ژمنه کړې چې په افغانستان کې به یو مجهز تخصصي روغتون جوړوي او همدارنګه به د افغانستان د ستونزو د هواري په هدف به یو نړیوال اسلامي کنفرانس رابولي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، سعودي چارواکو ورسره منلې چې د بروکسل د تعقیبي غونډه کوربتوب به هم کوي چې دوه کاله وروسته جوړېږي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې سعودي کولای شي په پاکستان باندې د فشار راوړو له امله وسله‎وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښینوي.

د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی وايي، سعودی باید خپله هم د افغانستان د سولې له پروسې سره د بشپړې همکارۍ اعلان وکړي.

د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی
د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی

ښاغلی صافی وايي:

"که په رښتیا هم سعودي عربستان غواړي د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري وکړي، پاکستان چې تل یې له وسله‎والو طالبانو سره مرستې کړې او کوي یې، نو سعودي عربستان دې پاکستان ته ووایي چې له افغان حکومت سره وسله‎والو طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي."

سعودي عربستان په داسې حال کې د افغانستان د غوښتنې په اساس د افغان سولې له پروسې سره د همکارۍ چمتوالي ښودلی چې له دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ځله د سولې په پروسه کې له سعودي عربستانه د منځګړیتوب غوښتنه کړې وه، خو کومه ښکاره همکاري یې نه وه کړې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG