د افغان حکومت او حزباسلامي تر منځ د سولې د تفاهملیک د پلي کېدو ګډې کمېټې یو غړی محمد امین کریم وايي، ټاکل شوې چې دا کمېټه تر دوو راتلونکو ورځو پورې خپل کارونه رسماً پیل کړي.
ښاغلي کریم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې تفاهملیک د پلي کېدو لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي او د کمېټې د کار له پیل سره به لا چټک شي.
ښاغلي کریم زیاته کړه:
"هغه مهم ټکي چې په فرمانونو کې ذکر شوي، دا ده چې ټولې دولتي ادارې مکلفې دې څو د اجرائیوې شورا پرېکړې اجرا کړي، نو ځکه په دې برخه کې قدمونه اخیستل شوي دي، ټاکل شوې چې تر یوې یا دوو ورځو دغه کمېسیون په رسمي ډول د دولت له لوري پرانیستل شي او خپل عملي کارونه پیل کړي."
د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د حزباسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې د تفاهملیک تر لاسلیک وروسته جمهور رئیس د یو تقنیني فرمان په ورکولو سره ټولو افغان امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې له حزباسلامي سره اوربند مراعت کړي.
په دغه فرمان کې همداراز له حزباسلامي سره د سولې د موافقې د پلي کېدو لپاره د ګډې کمېټې غړي هم مشخص شوي دي.
له دې سره د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ وايي چې د دې موافقې د تطبیق چارې باید ژر پیل شي.
ښاغلي پتنګ زیاته کړه:
"که دغه توافقنامه ژر تر ژره عملي جامه وانهغوندي، په دې صورت کې د ثبات او په همدې ډول د امنیت او د متوازنو خدماتو مسئله مطرح ده، که دغه توافقنامه ژر تر ژره عملي نهشي، په هغو سیمو کې چې حزباسلامي دی په هغو سیمو کې عامه خدمات په غوره شکل هغوی ته نهرسېږي، هیله لرو چې دا موضوع ژر تر ژره حل شي."
ویل کېږي چې د لاسلیک شوي تفاهملیک له پلي کېدو او همداراز د تور لېسته د حزباسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم تر لیرې کولو وروسته به ښاغلی حکمتیار هم کابل ته راشي.
د ګډې کمېټې غړي او د حزباسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي و چې ټاکل شوې د ګډې کمېټې کار له پیلېدو سره د دې حزب د جبهو د منحلولو بهیر هم پیل شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا هم هیله ښودلې چې د روغې جوړې د دې موافقې له عملي کولو سره به په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره زمینه مساعده شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ