د کندز ښار ۱۰ ورځې د وسلهوالو طالبانو او د افغان ځواکونو د جګړې په ډګر بدل شوی وو، د جګړې له کبله په ښار کې هرڅه لهمنځنه تللي دي، ښار کې هرې خوا ته ویجاړ شوي دوکانونه، سوځېدلي موټرونه، وران شوي کورونه تر سترګو کېږي.
دغې جګړې خلک سخت وېرولي، همدارنګه له خلکو څخه خندا اخېستې د ښار اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
د کندز ښار څو تنو اوسېدونکو د ښار اوسني وضعیت په اړه ازادي راډیو وویل:
"د جګړې پر مهال موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ وو، خپلو کورونو کې بند پاتې وو، زموږ خوراکي توکي تمام شوي وو، خو اوس چې امنیتي ځواکونو د کندز ښار بېرته ونیو خوشحاله یو.
-د جګړې له کبله کندز ښار کې هر څه لهمنځه تللي دوکانونه سوځېدلي دي، خلک ډېر متضرره شوي دي. "
د ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي چې مرکزي حکومت او د کندز سیمه ییز چارواکي باید د ښار شاوخوا څنډې په بشپړه توګه د وسلهوالو طالبانو پاک کړي څو خلک په یو ارامه فضا کې ژوند وکړي.
د کندز ښار یو تن اوسېدونکي خپل نظر داسې څرګند کړ:
"هېله لرم چې امنیتي ځواکونه د کندز ښار په بشپړه توګه د وسلهوالو طالبان څخه تصفیه کړي، کله چې ښار کې جګړه وه په ښار کې اوبه،ډوډۍ نه پېدا کېده موږ له ډېرو ستونزو سره مخ وو، دولت باید ژر تر ژره د اوبو سیسټم فعال کړي او همدارنګه خلکو ته مرستې ورسوي."
د کندز د چارواکو د خبرو پر بنسټ چې لا هم د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات د ښار په شاوخوا سیمو کې دوام لري، څو دغه ښار د طالبانو له احتمالي برېدونو څخه وژغورل شي.
باید وویل شي، څه باندې لس ورځې شوي چې د کندز – تخار لوی لاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده او د دغې لارې په اوږدو کې وسلهوال طالبان حضور لري.
د یادونې وړه ده، د ښار په بېلابېلو برخو کې دوکانونه سوځېدلي او ړنګ شوي دي او مالکان یې ایرې او سوي توکي انتقالوي، د ښار په هره ونه او د بریښنا هره پایه باندې مرمۍ لګیدلي دي، د بریښنا مزي شکیدلي او ځای ځای افغان سرتیري د سوځېدلو زغروالو وسایطو د سکلیټونو په انتقال بوخت دي.
اجمل ارین-کندز