د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

چارواکي: کندز ښار له وسله‌والو طالبانو تصفیه شو


کندز ښار کې له تېرو نهو ورځو جګړو وروسته دغه ښار تېره شپه د وسله‎والو طالبانو له حضوره تصفیه شو.

د کندز امنیه قومندانۍ امنیت امر محمد معصوم هاشمي ساپي ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ښار په تصفیې سره په لیرو پرتو سېمو کې تصفیوي عملیات پیل شوي دي.

په سېمه کې د ازادي راډيو خبریال وایي، په ښار کې وضعیت نورمال دی او یو شمېر کورنۍ هم ښار ته د تلو په حال کې دي.

کندز کې د افغان ځواکونو عملیات
کندز کې د افغان ځواکونو عملیات

له بلې‌خوا د کندز یو شمېر اوسېدونکو نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو جګړو کې ملکي وګړو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اوښتي خو د دوی په وینا تر اوسه هېڅ ډول مرستې له دوی سره نه‎دي شوي.

په همدې حال کې کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحمید عالم نن ازادي راډيو ته وویل چې له دغو جګړو ورته څلور سوه ټپیان او څلور جسدونه روغتون ته وروړل شوي چې اکثره‌یې ملکیان دي.

خو تر اوسه د کندز ښار تصفیې په اړه وسله‎والو طالبانو څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG