حکومت د طبیعي پېښو مخنیوي لپاره څه پلانونه لري؟

د اکټوبر ۱۳مه د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو له ورځې سره سمه ده، خو کارپوهان افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمېري چې ډېر ځله له طبیعي پېښو څخه زیان ویني.

د طبیعې پېښو د خطرونو د کموالي ورځ په داسې حال کې رارسېږی چې راپورونه وايي، افغانستان په وروستیو څو کلونو کې له داسې طبیعي پېښو سره مخ شوی چې خلکو ته په‌کې مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي چې سږ کال‌یې د طبیعي احتمالي پېښو د خطرونو کمولو ته یو لړ پروګرامونه ترتیب کړي دي.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس له ازادي رادیو سره په خبرو کې د خپلو اماده‌ګیو په اړه وویل:

اسلم سیاس

​"کوم پروګرام چې مو ترتیب کړی په ژمي کې د خطرونو د کمولو لپاره دی، په دې پروګرام کې هغه وزارتونه غړیتوب لري چې له طبیعو پېښو سره د مبارزې په کمېټه کې شامل دي، خدای مه‌کړه که په ژمي کې کومه ستونزه پېښه شي دا ارګانونه به په ګډه سره کار کوي."

ښاغلي سیاس وویل، په دې پروګرامونو کې د مرستو رسوونکو ټیمونو روزل، استنادي دېوالونه او په زیان منونکو سیمو کې خلکو ته د خوندي ځایونو جوړول شامل دي.

ځینې وختونه په افغانستان کې وچکالي، زلزلې، سیلابونه، توپانونه، د ځمکې او واورې ښوېیدل، اورلګېدنې او داسې نورې پېښې پېښېږي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې بدخشان، پنجشیر، فاریاب، دایکندي، بامیان او ځینې سرحدي ولایتونه هغه سیمې دي چې ډېر ځله د طبیعي پېښو له خطر سره مخ کېږي.

د دغو پېښو له امله هر کال په هېواد کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسېږي.

طبیعي پېښې هر کال افغانانو ته د سر او مال زیانونه اړوي.

بل‌خوا د طبیعي پیښو ځینې افغان کارپوهان وايي، دغه اداره د طبیعي پيښو پر وړاندې رغنده پروګرامونه نه‌لري.

د دې کارپوهانو له ډلې صدیق قیام وايي:

​"زه خلص درته وایم چې هېڅ پروګرام نه‌لري، دوی مسلکي نه‌دي او د پروګرام تمه ترې مه‌کوئ دوی خلک تېرباسي، دغې ادارې ته باید مسلکي کسان وروزل شي، دا دفترونو کارونه نه‌دي.​"

ښاغلی قیام وايي حکومت باید دغه اداره له مالي پلوه پیاوړې کړې، خلکو ته د افتونو پر وړاندې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترتیب او د بهرنیو متخصصینو په مرسته، زیانمنېدونکې سیمې وپېژني.

دی وايي، که د طبیعي پېښو ګواښونو ته پام ونه‌شي، ممکن افغانستان هر کال له یو ډول انساني ناورین سره مخ شي.

راپور: خان محمد سیند