د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

که زلزله کېږي باید څه وکړو؟


هر انسان په طبیعي لحاظ هڅه کوي چې ځان د نورو له شره وساتي، دا شر که شعوري وي او که غېرې شعوري، خو د ځان ساتنې لپاره له هر ډول چارې کار اخلي.

اکثره وخت د یوې تصادفي پېښې لکه زلزلې د رامنځته کېدو پرمهال موږ ورخطا کېږو چې همدا ورخطايي مو له لویو ستونزو او خطرونو سره مخ کولی شي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې زلزلې زیاتې شوي او د زلزلې له رامنځته کېدلو سره یو شمېر کسان دومره ورخطا شي چې ځان په زوره له ستونزې او مشکل سره مخ کوي.

زلزله هغه طبیعي پېښه ده چې تر اوسه بشر په دې نه دی توانېدلی چې د هغې وړاندوینه وکړي، نه د زلزلې مخنیوی کېږی او نه هم دا معلومېږی چې څه وخت چېرې کېږی خو د زلزلې په وخت د ورخطایی په ځای د ځینو خبرو په پام کې نیول ضرور دي، د کابل اوسیدونکی احمد جان وایي چې اکثره کورنۍ د بې پروایي له امله د کور وسایل داسې ږدی چې په لږ ښورېدلو سره هم لاندې رالوېږي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:29 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG