ملګرو ملتونو په کندز کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د دې سازمان د بشري مرستو د هماهنګۍ نړیوالې ادارې پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې کندز ښار کې خلک د خوړو، دوا او اوبو له کمبود سره مخامخ دي.
د دې ادارې مطبوعاتي مسؤلې دانیل مویلان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل کندز کې خلک د خوراکي موادو کموالي له امله له سخت وضعیت سره مخامخ دي.
دانیلا مویلان زیاته کړه:
"ملګري ملتونه په کندز ښار کې د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري. د کندز ښاریان له تېرو اتو ورځو راهیسې برق او اوبه نهلري. موږ ته معلومات رارسېږي چې ښار کې خوراکي مواد هم کم دي. هغه کسان چې د ډوډۍ پيدا کولو لپاره ښار ته ځي د وژل کېدو تر خطر لاندې دي."
مویلان څرګنده کړه چې د اکټوبر په درېیمه پر کندز ښار د وسلهوالو طالبانو د حملې له امله تر ۳۳ زره زیات وګړي له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي او نورو سیمو لکه تالقان، مزارشریف او کابل ته تښتېدلي دي.
مویلان زیاته کړه چې د دوی د اټکل پر اساس، نېږدې ۳۵ زره کسان مزارشریف ته تښتېدلي خو ټینګار یې وکړ چې د دې ارقامو د تائید لپاره څېړنې کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، کندز کې د خلکو لپاره دوا او صحي خدمات ډېر محدود دي او خلک له یوه بحران سره د مخامخ کېدو تر ګواښ لاندې دي.
خو د افغانستان حکومت وايي چې لږ تر لږه ۷۰ میلیونه افغانۍ کندز کې د جګړې له امله اغېزمنو کورنیو ته استول شوي چې د هغوی لپاره به د خوراکي موادو، پاکو اوبو او سرپناه په برابرولو ولګېږي.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، کندز ښار په بشپړ ډول امنیتي ځواکونو نیولی او د ثبات تر ټینګېدو وروسته به د امنیتي وضعیت د خرابوالي په اړه څېړنې پيل شي.
د مرتضوي په وینا، ولسمشر محمد اشرف غني د کندز د خلکو له یو شمېر استازو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به هلته په اداري چارو کې د بنیادي اصلاحاتو طرحه جوړه شي.
شاه حسین مرتضوي وايي:
"ولسمشر ټینګار کړی چې اول باید کندز کې نسبي ثبات ټینګ شي او بیا به موږ د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر اساس، اقدام کوو. هغه کسان به چې په خپل کار کې یې سستي کړې او دندهیې سمه نهده ترسره کړې، باید مجازات شي او هغه کسان به چې کندز کې یې مقاومت کړی او له ښارهیې دفاع کړې تقدیر شي."
د افغانستان امنیتي ځواکونه چې د امریکا په مشرۍ هوايي ځواکیې ملاتړ کوي، په کندز کې په تصفیوي عملیاتو لګیا دي.
حکومت وايي، کندز کې د ثبات تر ټینګولو وروسته ښايي د ولایتي ادارې په چوکاټ کې د ممکنو تغییراتو پرېکړه هم وشي.