کندز کې له څلورو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده، د دغې جګړې له کبله ښار کاملاً تړل شوی، د ښار واټونه خالي دي او له هرې خوا نه د سپکو وسلو ډزې اورېدل کېږي.
د کندز ښار اوسېدونکي وايي روانې جګړې ستونزو سره مخ کړي.
د کندز ښار مرکزي چوک سره د دې ولایت څو تنو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل:
"هاشم یم، جګړو بد حال جوړ کړی، بازار کې نه ډوډۍ، نه اوبه او نه هم برق شته.
-خان ګل یم، دوکانونه بند دي او خلک ټول در په دره شول او چاته ډوډۍ نه پیدا کېږي."
کندز ښاریان له مرکزي حکومته غواړي چې ژر تر ژره دغه جګړه پای ته ورسوي او کنه په دې ښار کې به انسانې ناورین رامنځته شي.
د دغه ښار اوسیدونکي وايي چې دوی دا مهال د اوبو، خوراکي توکو او برېښنا د نشتوالي له امله ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې کندز کې د افغان کمانډو ځواکونو ویاند تورن احمد جاوید سلیم رسنیو ته وویل چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د افغان کماندو ځواکونه وتوانېدل چې د کندز ښار، د سپین زر شرکت ګولائي، ناشر سینما څلور لارې او د امام صاحب بندر یو شمېر سیمې د طالبانو له شتونه تصفیه کړي.
ښاغلي سلیم زیاته کړه:
"موږ د کندز ښاریانو ته ډاډ ورکوو په هغو سیمو کې چې وسلهوال طالبان دي، هغه هم د هغوی له وجوده تصفیه کوي او غواړو چې خلک ته د امن فضا برابره کړو او موږ هېڅ ډول ستونزې نهلرو."
د یادونې وړ ده چې لا هم د کندز ښار په یو شمېر څنډو کې وسلهوال طالبان له لوړو ودانیو څخه پر افغان ځواکونو برېدونه کوي او افغان ځواکونه هم په درنو او سپکو وسلو د هغوی ځواب ورکوي.
بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د ښار هغه سیمې چې وسلهوالو طالبانو نیولي دي لا هم د دوی په کنټرول کې دي.
اجمل ارین-کندز