د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

له کندزه د ۴ ورځو جګړو له کبله زرګونه کورنۍ بې‎ځایه شوي


د کندز ولایت د کډوالو او راستېدونکو ریاست چارواکي وايي چې له دغه ولایته په دې څلورو ورځو کې د جګړو له کبله تخمیناً ۶۰۰۰ زره کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته بې‎ځایه شوي دي او دغه لړۍ لاهم جریان لري.

د کډوالو او راستنېدونکو ریاست رئیس سید عبدالسلام هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې له دغو بې‎ځایه شویو کورنیو څخه څه باندې زر کورنۍ یې تخار ولایت ته ستنې شوي او پاتې یې بغلان، بلخ او کابل ته کډه شوي دي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"اوس‌مهال په شمال ختیځ ولایتونو کې هوا هم ډېره سړه شوې او هغه شمېر مهاجرین چې تخار ولایت ته تللي د خوراکي توکو، د ځای او د ګرمو پوښاکو له نه‌شتون سره مخامخ دي."

پرون مازیګر د کندز حوزوي روغتون په انګړ کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د درنو او سپکو وسلو ډزې تبادله شوې چې په ترڅ کې يې د روغتون پر ودانۍ راکټونه ولګېدل.

د کندز د عامې روغتیا سرپرست رئیس عبدالحمید عالم ازادي راډيو ته وویل چې پرون د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د روغتون په انګړ کې د ډزو له کبله د دغه روغتون ډاکټرانو کار درولی وو.

نوموړي په ډاګه کړه:

"د جګړې په جریان کې له دغې موقع څخه ډاکټرانو استفاده کړې او له روغتونه وتلي که همداسې د روغتون انګړ د جګړو ډګر وګرځي نو فکر نه‌کوم چې ډاکټران به بېرته خپلو کارونو ته راوګرځي."

نوموړي زیاته کړه چې د جګړې له پيل څخه تر اوسه پورې دغه روغتون ته ۲۱۰ تنه د جګړې ټپیان را انتقال شوي دي چې دغه شمېر څخه ۱۵۰ تنه‌یې په روغتون کې بستر شوي او پاتې شمېر یې له درملنۍ وروسته رخصت شوي دي.

بل‎خوا د کندز ښاریان وايي چې اوس‌مهال دوی د اوبو او خوراکي توکو له نه‌شتون سره مخامخ دي.

د یادونې وړ ده، نن څلورمه ورځ ده چې کندز ښار کې د افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو تر منځ درنه جګړه جریان لري او د دغې جګړې ډېر زیان ملکي وګړو ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG