روسي چارواکو امریکا متحده ایالتونو ته خبرداری ورکړی چې د سوریې پر حکومتي ځواکونو حملې ونهکړي.
روسیه وايي، که امریکا د سوریې پر حکومتي ځواکونو حملې وکړي پایلې بهیې نهیوازې سوریې بلکې ټولې سیمې ته خطرناکې وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا نن په یوه کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې په سوریه کې د رژیم د بدلولو لپاره هڅه اوس دومره نهچلېږي ځکه چې ترورېستان به له ټولو لارو کار واخلي څو په دغه هېواد کې د قدرت هر ډول رامنځته کېدونکې خلا ډکه کړي.
روسي چارواکو په داسې حال کې دا خبرداری ورکړی چې امریکا په خپل تېر دریځ یعنې د سوریې حکومت د اپوزېسیون په غښتلي کولو ټینګار کړی دی.
د سوریې حکومتي ځواکونو او روسي عسکرو د حلب ښار په یو شمېر هغو سیمو کې چې د اپوزېسیون جنګیالي پرې کنټرول لري د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ هوايي حملې هم زیاتې کړي دي.
د سوریې د بشري حقونو یوه فعاله ډله چې په دغه هېواد کې جګړه څاري ادعا کوي چې تازه د حلب ښار پر یوه لوی روغتون د بېرلي بم د غورځولو له امله د دغه روغتون ټول تأسیسات په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې پرون وویل د جنګي جټ الوتکو د بمبار په نتیجه کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ډېر شمېر نور هم ټپیان دي.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د جمعې په ورځ بي بي سي ته د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په اړه داسې ویلي:
"موږ لازم تدابیر نیسو څو ملکیانو ته زیان ونهرسېږي، د ضمني زیان اړولو کار موږ نهدی پيل کړی، تاسو پوهېږئ چې دا کار چا پیل کړی، لکه څنګه چې مې وویل، موږ لازم تدابیر نیولي څو ډاډ تر لاسه کړو چې ملکیان په هېڅ وجهه په نښه نهکړو، که داسې وشي موږ بخښنه غواړو، خو اړتیا لرو چې هر تور وڅېړو."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لاوروف امریکا او ملګري یې تورن کړل چې د سوریې د حکومت د اپوزېسیون او د القاعدې پورې تړلې جبههالنصره په څېر د ترورېستي ډلو تر منځ کوم توپیر نهکوي.
د روسیې او امریکا تر منځ لانجو وروسته له هغه زور واخیست چې د سوریې اوربند تېره میاشت په وروستیو کې مات شو او دواړو لورو یو بل د دې اوربند په ناکامۍ تورن کړل.
په سوریه کې چې یو وخت په سیمه کې د عربي ملکونو تر منځ بېجوړې بلل کېده وروستۍ پنځه کلنې جګړې څه باندې دوه نیم لکه کسان وژلي، ګڼ شمېر ښارونهیې ویجاړ کړي او د هېواد نېږدې نیمايي برخه اوسېدونکي یې بېځایه کړي دي.
راپور: صفيالله ستانکزی