د افغانستان ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وايي، له فاسدو کسانو سره باید له توپیر پرته چلند وشي.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خبرو او شعار وخت تېرشوی او حکومت باید عملي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د فساد پر وړاندې په مبارزه کې سیاسي چلند هېواد له دغه پدېدې سره د مبارزې په برخه له ستونزو سره مخ کړی دی.
نوموړی که څه هم د چا نوم نهاخلي خو وايي، په دې برخه کې دوه ګونی چلند ورته د منلو نه دی او چاته به اجازه ورنهکړي چې له فاسدو کسانو ملاتړ وکړي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"که ښه او بد فاسد تشخیص شي او ووايئ چې دا بد دی او دا ښه نو یو قدم هم وړاندې نهشو تللای، په هېواد کې د فساد پر وړاندې د مبارزې اتلان نشته ټول د اداري فساد قرباني دي."
افغانستان د نړۍ یو له فاسدو هېوادونو څخه ګڼل کېږي او د شفافیت نړیوال سازمان دغه هېواد د نړۍ درېیم فاسد هېواد بللی دی.
که څه هم د اداري فساد پر وړاندې مبارزه د ملي یووالي د حکومت د مشرانو له لومړیتوبو څخه ګڼل کېږي خو یو شمېر کارپوهان وايي چې د دوو کلنو په تېرېدو دوی په دې برخه کې لویه لاسته راوړنه نه لري.
د افغانستان په نظام کې فساد ان د بهرنیو چارواکو د غُصې لامل شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندیه ادارې یا یوناما یوه مسؤل مایکل هارتمن وايي چې تر دې دمه یو وزیر او یا هم د اوسني او پخواني وزیر مرستیال د فساد په تور نه دی محاکمه شوی.
د افغانستان حکومت دا مهال د نړیوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې دی او نړیوالې ټولنې له دغه هېواد سره د خپلو مرستو دوام د فساد پر وړاندې مبارزې ته مشروطې کړې دي.
په دې برخه کې د افغان حکومت لاسته راوړنې به د نړیوالې ټولنې له لوري د بروکسل په ناسته کې وارزول شي او افغان حکومت به هم په دغه ناسته کې له خپلو لاسته راوړنو ووايي.
خو پوښتنه دا ده چې افغان حکومت به وکړای شي د بروکسل تر ناستې د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه کړي.
سیاسي کارپوه او د سوداګرۍ پخوانی وزیر امین فرهنګ په دې اړه وايي:
"په هغه ځای کې چې لوی فساد شوی اصلاً د حکومت زور نه رسېږي چې مداخله وکړي یوازې پر کمزورو کسانو یې زور رسېږي او باید ووایم چې حکومت د فساد پر وړاندې په مبارزه کې ناکام دی."
د ښاغلي فرهنګ په وینا ترهغې چې فاسد کسان د حکومت په لوړو پوستونو کې په دندو بوخت وي او سزا ونه ویني د فساد پر وړاندې مبارزه به هم نتیجه ورنهکړي.
راپور: محمد حدیث پردېس