عبدالله د دوه کلنو ژمنو په ترسره کولو کې پر پاتې راتلو اعتراف وکړ

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تائیدوي چې حکومت د تېرو دوو کلونو ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.

د بروکسل کنفرانس ته شاوخوا یوه میاشت پاتې ده خو لوړپوړي حکومتي چارواکي دا مني چې په تېرو دوو کلونو کې د ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.

له دې ډلې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډې ته په خبرو کې ومنله چې حکومت د ځینو لاسته راوړنو ترڅنګ لږ کار کړی او ژمنې یې نه‌دي عملي کړي.

عبدالله: حکومت د ځینو لاسته راوړنو ترڅنګ لږ کار کړی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"دا دوره طبعاً پنځه کلنه ده. په دې منځ کې موږ د خپلو دوه کلنو ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راغلي یو او باید خلکو ته وضاحت ورکړای شو چې ولې پاتې راغلي یو. خو راتلونکي درې کاله هغه کلونه دي چې د افغانستان اصلي بنسټ جوړېږي. نو زموږ مسؤلیت تر هغې ډېر زیات دی چې تر اوسه مو ترسره کړی دی."

ښاغلي عبدالله د نړیوالې ټولنې له دریځه د ملاتړ په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې نړیوال د شفافیت او حساب ورکونې له مخې مرستې کوي او د ملي یووالي حکومت هم ژمن دی چې په دې برخه کې جدي کارونه وکړي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یوه ورځ وروسته تر دې د دوه کلنو ژمنو د نه‌عملي کېدو خبره ومنله چې په کابل کې د بروکسل نړیوال کنفرانس لپاره د نظارت او انسجام ګډ بورډ وروستۍ غونډه د یکشنبې په ورځ جوړه شوه.

د سیاسي چارو ځیني کارپوهان بیا وايي چې ښاغلی عبدالله او نور چارواکي د دې لپاره خپله کم کاري مني چې د خلکو په زړونو کې ځای ولري او د هغوی باور جلب کړي.

د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال حاجي سیدداوود

د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال حاجي سید داوود په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله خبرې یوازې د افغانستان خلکو ته دي. دی غواړي چې په افغاني عنعنې باندې خلکو ته داسې عذر وړاندې کړي چې موږ پاتې راغلي یو او هیله لرو چې په راتلونکي کې دغه کارونه ترسره کړو. دوهمه خبره د بروکسل کنفرانس دی. ناټو او نړیواله ټولنه په افغانستان کې فیزیکي حضور لري. افغانان که یو سپین کاغذ هم هغوی ته وړاندې کړي هغوی دا مرستې کوي."

ښاغلی سید داوود دا انتقاد هم کوي چې نړیوالو ته په ناحقه دا لیدلوری ورکول کېږي چې په افغانستان کې د پرمختګ خوځښتونه شته خو په اصل کې هېڅ هم موجود نه دي.

د سیاسي چارو بل کارپوه روح‌الله امین هم د ښاغلي داوود د خبرو په څېر ټینګار کوي چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله افغانانو ته خپله کم‌کاري منلې او هڅه‌یې کړې چې د خلکو باور د واقعیت په ویلو سره جلب کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی