د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

اجرائیه ریاست: سیاسي هوکړه‌لیک کې د ملي وحدت حکومت ۵ کاله دی


د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي، که حکومت د ځینو کارونو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دا په دې معنی نه‌ده چې خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.

یاد ریاست وايي، د ملي وحدت حکومت د پنځو کلونو لپاره دی او هڅې روانې دي څو د سیاسي هوکړې په تطبیق سره ډېری اصلاحات او ژمنې عملي شي.

د اجرائیه ریاست مطبوعاتي سلاکار حشمت‌الله رادفر ازادي راډیو ته وویل د حکومت د سیاسي هوکړې له مخې ځینې کارونه نه‌دي شوي، خو هڅې روانې دي چې شوې ژمنې یو په یو عملي شي.

د اجرائیه ریاست مطبوعاتي سلاکار حشمت الله رادفر
د اجرائیه ریاست مطبوعاتي سلاکار حشمت الله رادفر

هغه زیاته کړه:

​"سیاسي هوکړه‌لیک د ملي وحدت د دولت دنده د پنځو کلونو لپاره مشخصه کړې ده، دغه هوکړه‌لیک د ملي وحدت حکومت لپاره ځینې دندې سپارلې وې چې موږ د بېلابېلو دلایلو په خاطر دا دندې ترسره نه‌شوې کړای، دا چې دا دندې پر ځای نه‌شوې دا هېڅکله په دې معنی نه‌ده چې ګواکې دولت کمزوری کېږي یا له‌منځه ځي.​"

ښاغلي رادفر دا هم وویل چې د وروستیو دوو کلونو د ډېرو ستونزو ریښې له پخواني حکومت او چارواکو سره تړلې دي چې په خپلې دوره کې یې رامنځته کړې وې.

د اجرائیه ریاست مطبوعاتي سلاکار دا څرګندونې د ملي امنیت د پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا د وروستیو خبرو په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې دي حکومت باید د مشروعیت کړکېچ حل کړي که نه خلک به خپل قانوني اقدامات وکړي.

د ملي امنیت د پخوانی سلاکار رنګین دادفرسپنتا
د ملي امنیت د پخوانی سلاکار رنګین دادفرسپنتا

اخوا د حقوقي او سیاسي چارو کارپوه خالد سادات ازادي راډیو ته وویل که څه هم د سیاسي هوکړې پر اساس د حکومت مشروعیت زیانمن کېږي خو پخواني چارواکي د خپلو شخصي عقدو پر اساس څرګندونې کوي.

هغه زیاته کړه:

​"هوکړه‌لیک تر دوو کلونو پورې و، سیاسي مشروعیت‌یې یوازې دوه کاله و، زه فکر کوم چې دلته د حکومت سیاسي مشروعیت زیانمن کېږي او له‌منځه ځي، خو دا هم پر ځای خبره نه‌ده چې بل بدیل موږ ونه‌لرو او له اوسني حکومت خپل لاس واخلو، زما باور دا دی چې ځیني سیاستوال د خپلو شخصي عقدو په خاطر خبرې کوي، نو ښه خبره به دا وي چې انتخاباتو ته زمینه برابره شي او د حکومت پر څرنګوالي باندې غور وشي."

ښاغلی سادات ټینګار کوي چې له حکومت نه په لاس اخیستلو سره د نظام او خاورې د سقوط له ګواښ سره مخامخ کېدلای شي نو ښه ده چې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره په چټکۍ ګام پورته شي او د هر ډول کړکېچ مخنیوی وشي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG