د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

احدي: حکومت دې بروکسل غونډې ته رښتیني وړاندیزونه ولري


د افغانستان نوې ملي جبهه چې ځان د حکومت سیاسي اپوزېسیون هم بولي له افغان حکومته غواړي چې د اصلاحاتو لپاره صادقانه کار وکړي.

د ملي جبهې مسؤلین د دغه هېواد د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې افغان حکومت باید د بروکسل راتلونکې غونډې ته داسې عملي کېدونکې طرحې وړاندې کړي چې وکولای شي د خلکو ستونزې هوارې کړي.

د دغې جبهې رئیس انوارالحق احدي د سې شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې د نړیوالې ټولنې څخه د مرستو په تر لاسه کولو کې د افغان حکومت پر پالېسۍ انتقاد وکړ او وايي چې په راتلونکي کې د مرستو تر لاسه کولو لپاره باید افغان حکومت منظم پروګرام ولري.

هغه وویل د دې هدف لپاره حکومت باید یاد کنفرانس ته رښتیني وړاندیزونه ولري.

هغه زیاته کړه:

"موږ د خلکو د ستونزو حل غواړو د بروکسل غونډې ته باید سم وړاندیزونه وشي او عملي کېدونکي اصلاحات وړاندې شي نه داسې لکه خلک‌یې چې غلط کړي د بروکسل کنفرانس سره هم لوبې وکړي."

ښاغلی احدي وايي، باور نه‌لري چې حکومت دې په شته پروګرامونو نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړي تر څو د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې حکومتي چارواکو د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د بروکسل غونډې ته د چمتووالي خبر ورکړ.

د مالیې وزارت وايي دې ناستې ته‌یې د سولې او ملي پراختیا یو چوکاټ جوړ کړی چې په‌کې د افغانستان اقتصادي لومړیتوبونه ځای پر ځای شوي دي.

تمه کېږي چې د بروکسل کنفرانس د راتلونکي اکتوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه په بلجیم کې جوړ شي.

په دې غونډه کې د اویا هېوادونو او شلو نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي او تمه داده چې له افغان حکومت سره به د اقتصادي همکاریو د دوام ژمنې وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست ټینګار کوي چې د بروکسل کنفرانس ته د چمتووالي ټول پروګرامونه د جمهور رئیس تر څارنې لاندې پر مخ روان دي.

د جمهور رئیس د ویاند یوه مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

"جمهور رئیس د بروکسل کنفرانس لپاره د چمتووالي غونډې خپله مدیریت کوي او هره ورځ په همدې اړه د اړوندو ادارو او وزارتونو سره بېلابېلې جلسې نیسي تر څو دغه کنفرانس ته له ښو چمتووالي سره لاړ شي، بروکسل د افغانستان لپاره یوه پروسه ده ولې په اصل کې افغانستان ژمن دی چې د انتخاباتو په وخت کې خلکو ته په ورکړل شویو ژمنو عمل وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان نوې ملي جبهه وايي له افغانستان سره نړیوالې مرستې د دغه هېواد وضعیت ته په کتو تر سره کېږي.

د دې جبهې د مشر په باور نړیواله ټولنه نه‌غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترورېستانو پر ځاله بدل شي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې دا مرستې د دواړو لورو تر منځ د شویو ژمنو له مخې او د ملي یووالي حکومت اصلاحاتي کارونو ته په کتو تر سره کېږي.

داپه داسې حال کې ده چې د راپورونو لمخې د افغان حکومت بېلابېلو ارګانونو چې له هغې جملې مالیې، پوهنې او ښځو چارو وزارتونو تر دامهاله خپل طرحې بروکسل کنفرانس ته چمتو کړي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG