د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

احدي: لویه جرګه هم د حکومت د کار د دوام لپاره مناسبه لار نه‌ده


د افغانستان نوې ملي جبهه چې ځان د حکومت اپوزېسیون هم بولي وايي، د ملي یووالي حکومت مشرانو تر منځ د روانو اختلافاتو او ستونزو د حل لپاره، د هېواد سیاستوالو د غونډې جوړول ضروري دي.

د یادې جبهې مشر انوارالحق احدي وايي، په هېواد کې د اوسني حکومت د مشرانو تر منځ اختلاف او د روانو ټولو ستونزو لامل، یو کمزوری او نیمګړی مېکانیزم دی.

ښاغلی احدي وايي، د اوسنیو ستونزو د حل او په راتلونکي کې د ورته ستونزو د مخنیوي لپاره حکومت ته په کار ده چې دا ډول ستونزې د هېواد د سیاستوالو په یوې غونډه کې مطرح او حل لارې ورته ولټوي.

هغه یادې خبرې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د هېواد خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۹۷مې کلیزې لمانځ‌غونډې ته وکړې چې د افغان ملت ګوند له‌خوا جوړه شوې وه.

ښاغلی احدي ټینګار کوي چې حتی د لویې جرګې رابلل هم د ملي وحدت حکومت د کار د دوام لپاره مناسبه لار نه‌ده.

احدي: ډاکتر صاحب غني او ډاکتر صاحب عبدالله باید په خپل منځ کې جوړه وکړي.
احدي: ډاکتر صاحب غني او ډاکتر صاحب عبدالله باید په خپل منځ کې جوړه وکړي.

ښاغلی احدي زیاتوي:

"ډاکتر صاحب غني او ډاکتر صاحب عبدالله باید په خپل منځ کې جوړه وکړي او د سیاسیونو یو لوی مجلس راوغواړي چې د هېواد په لویو سیاسي ستونزو خبرې وکړي، که دوی وايي چې په دې هېواد کې سیاسي مشکل نه‌شته، دا غلطه ده، که جوړه ونه‌کړي او نورو موضوعګانو ته د حل لاره ونه‌مومي دا مشکل بیاهم نه‌حلېږي."

ښاغلي احدي وویل، په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت د دوو انتخاباتي ټیمونو مشرانو د سیاسي تفاهم‌لیک له مخې جوړ شوی، نه د اساسي قانون د موادو له مخې.

احدي: د ملي یووالي حکومت د دوو انتخاباتي ټیمونو د مشرانو د سیاسي تفاهم لیک له مخې جوړشوی
احدي: د ملي یووالي حکومت د دوو انتخاباتي ټیمونو د مشرانو د سیاسي تفاهم لیک له مخې جوړشوی

احدي دا هم وویل چې دا تفاهم‌لیک د لنډ مهاله ستونزو د حل لپاره لاسلیک شو خو لنډ مهاله تفاهم‌لیکونه نه‌شي کولای چې په بشپړه توګه د راتلونکو احتمالي ستونزو او اختلافونو د مخنیوي ضمانت وکړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوي چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله پر جمهور رئیس اشرف غني انتقاد وکړ چې د ملي یووالي حکومت د جوړېدو په ژمنو یې عمل نه‌دی کړی.

اجرائیه رئيس تأکید کړی چې جمهور رئیس دې د ملي یووالي حکومت مېکانیزم عملي کړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د افغانستان د نوې ملي جبهي د مشر د څرګندونو په اړه د حکومت نظر هم واخلي، خو د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست ویاندویانو په دې اړه له خبرې کولو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د حکومت مشرانو ته په کار ده چې د هېواد، سیمې او نړۍ حالاتو ته په کتو سره، خپل منځني اختلافات ژر تر ژره حل کړي.

د دې کارپوهانو له ډلې فدا محمد نظري ازادي راډیو ته وویل:

"دا یو جوړ شوی او پلان شوی اختلاف دی دا په اسانۍ سره نه‌حلېږي، سیاست مداران د ستونزې د حل لپاره ډېر اساس نه‌بولم."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن چهارشنبې ناوخته ولسمشر اشرف غني له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وویني او تمه ده چې د دواړو تر منځ اختلاف حل شي.

حامد کرزی د لویې جرګې پر رابللو ټینګار کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:19:58 0:00

​پخواني جمهور رئيس حامد کرزي هم له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی چې لویه جرګه باید ژر تر ژره دایره شي تر څو د روانو ستونزو د حل لپاره یوه لاره پیدا کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG