د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، حکومت د تېرو دوو کلونو په ژمنو کې پاتې راغلی.

عبدالله عبدالله نن دوشنبې دا خبرې د وزیرانو شورا غونډه کې وکړې.

دی زیاتوي:

"دا دولت د پنځو کلنو لپاره دی، موږ د تېرو دوو کلونو په ژمنو کې پاتې راغلي یو او موږ باید خلکو ته توضیحات ورکړو چې ولې موږ پاتې راغلو، خو راتلونکي درې کلونه هغه کلونه دي چې د افغانستان اصلي تهداب پرې جوړوي."

ښاغلي عبدالله وویل چې نړیوالې ټولنې هم ډاډ ورکړی که چېري افغان حکومت د خلکو په وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي افغانستان سره به همکارۍ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG