د پکتیا د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان وايي، دښمنان هڅه کوي چې د سیمې د استخباراتي کړیو په مرسته د حقاني شبکې مرکزونه پکتیا او خوست ته انتقال کړي.
په کابل کې د پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو یو شمېر مدني فعالان او د ولایتي شورا ځیني غړي وايي، وسلهوال مخالفین هڅه کوي چې د خپلو بریدونو په زیاتولو له پولې اخوا د ترورېستي ډلو مرکزونه دغو سیمو ته انتقال کړي.
دوی چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې مطبوعاتي ناستې پر مهال د لویې پکتیا امنیتي وضعیت په اړه له رسنیو سره خبرې کولې وویل چې د وسلهوالو له لوري د جانيخېلو ولسوالۍ نیول هم د پولې دې غاړې ته د ترورېستي مرکزونو د لېږد یوه هڅه ده.
د پکتیا ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل او مدني فعال حمدالله همدرد وايي:
"په جانيخېلو ولسوالۍ کې پاکستاني پوځیان د طالبانو رهبري کوي چې د هغوی لوړ پوځیان هلته ووژل شول، د جانيخېلو ولسوالۍ جغرافیوي موقعیت ته په کتو د حقاني شبکې مرکزونه همدغه سیمې ته انتقالېږي."
"دښمن پلان لري د منطقې د استخباراتو په مشوره د خوست ولایت موسیخېلو ولسوالۍ کې چې له جانيخېلو سره پراخ ګډ سرحد لري دایمي اډې جوړې کړي، موږ له دولت او نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غواړو چې دلته د دوهم وزیرستان د جوړېدو په کلکه مخه ونیسي."
د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، د هلمند او کندز په څېر چې وسلهوالو غوښتل هلته هم مرکزونه جوړ کړي او یا له پولې اخوا د ترورېستي ډلو مرکزونه ورته انتقال کړي په پکتیا او خوست کې بهیې هم مخه ونیسي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي:
"د افغانستان وسلهوال پوځ په هېڅ ډول هېڅ ترورېستي ډلې ته اجازه نهورکوي چې په افغانستان کې مرکزونه جوړ کړي، نو که وسلهوال مخالفین وغواړي چې په جانيخېلو کې مرکزونه ولري دا ارمان دې ګور ته یوسي."
نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې هم د دوشنبې ورځې ګڼې په یوه مطلب کې کښلي چې طالبانو د جانيخېلو د سرحدي ولسوالۍ په نیولو د جګړې نوې جبهه پرانیسته.
نیویارک ټایمز د پکتیا د سیمهییزو چارواکو له قوله ویلي وو چې پر جانيخېلو برید د حقاني شبکې کار دی او اوس دغه ډله هڅه کوي چې د څمکنیو او پټان ولسوالۍ په نیولو سره ځانونه دلته ځای پر ځای کړي.
له دې ټولو سره-سره د افغانستان دفاع وزارت وايي چې حالات د دوی تر مدیریت لاندې دي او د همدغو اندېښنو په ځواب کې یې په لسو ولایتونو کې ۱۴ تهاجمي عملیات پیل کړي چې خاص کومنډویان هم پهکې برخه لري.
ښاغلي وزیري زیاته کړه:
"زه تاسو ته ویلای شم چې په افغانستان کې د دښمن پر ضد پوره هلې ځلې او عملیات روان دي انشاالله ډېر ژر به دوی د پوره ماتې سره مخامخ شي."
د کندز د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي چې په خپل ولایت کې د دې ته ورته جګړو شاهد دی بیا د افغان ځواکونو لهخوا د جګړې په ښه مدیریت کولو ټینګار کوي.
دی وايي، که څه هم افغان ځواکونه د وسلهوالو پر ضد جګړه کوي خو مؤثریت بهیې هلته ډېر وي چې سم مدیرتیې وشي.
راپور: محمد حدیث پردېس