د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

ویسا: په سیمه کې د امریکا سیاست مبهم دی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د ورکړل شوو امریکايي وسلو او په کابل کې د امریکايي پوهنتون د برید او په تړاو یې د پاکستان د لاس لرلو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې په دې اړه لیکلي چې د برېتانیا یو څېړنېز بنسټ په خپل وروستي راپور کې په ډاکه کړې چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې د افغانستان او عراق پوځ ته د امریکا د دفاع وزارت "پنټاګون" له لوري له یوه میلیون او څلور سوه زره میله ډېرې بېلابېلې وسلې ورکړل شوي دي خو د دې وسلو ډېره برخه اوس‎مهال د مخالفو وسله‎والو ډلو په لاس کې ده.

په مطلب کې راغلي چې دغه څېړنه په لندن کې "اې ،او، اې، وي" بنسټ له لوري د یو کال په موده کې ترسره شوې ده.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د څېړنې پر بنسټ پنټاګون له ۲۰۱۰میلادي کاله تر ۲۰۱۵ کاله پورې پر عراق او افغانستان کې پر سپکو او درنو وسلو ۴۰ میلیارډه ډالره لګولي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا همدې موضوع ته په اشارې سره په خپل یو مطلب کې د افغانستان د ژورنالېستانو د ټولنې د مشرعبدالحمید مبارز له خولې لیکلي چې دا شک کاملاً پرځای دی چې امریکایانو د جګړې د تشدید لپاره په پټه ترهګرو ډلو ته وسلې ورکړې دي.

ویسا وړاندې په دې اړه د ښاغلي مبارز په حواله لیکلي، په سیمه کې د امریکا سیاست مبهم دی، ځکه تاسې ولیدل چې پر افغان امریکايي پوهنتون برید وشو خو دوی یوازې اندېښنه وښودله حال دا چې دوی پرمختللي وسایل او جاسوسي شبکې لري او دوی ته دا ښيي چې دا برید په کوم ځای کې پلان شوی و خو دوی په دې اړه هیڅ هم ونه ویل او ان پاکستان یې تورن هم نه کړ، نو له دې ښکاري چې یوه لوبه روانه ده او دوی نه غواړي چې سیمې ته سوله راشي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون د برید په اړه لیکلي چې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون برید نه یوازې د افغانستان پر ګټو بلکې د امریکا پر ګټو هم برید دی.

نو ځکه اړینه ده چې نړیواله ټولنه او په سر کې امریکا د امریکا او افغانستان پر ګډون د سیمې او نړۍ د هېوادونو سولې ته د ستر ګواښ په توګه د داعش، القاعده، طالبانو او د حقاني شبکې په څېر د تروریستي ډلو او د پاکستان په څېر د هغوی د ملاتړو او روزونکو هېوادونو د ځپلو لپاره په کلکه خپلې مټې رابډوهي.

XS
SM
MD
LG