احمدزی: مشران دې ولس نه مجبوروي چې دوی استعفا ته اړ کړي

د افغانستان ولسي جرګې یو شمېر غړي د ملي یووالي حکومت رهبرانو تر منځ روان اختلافونه د هېواد په ګټه نه‌ګني او له هغوی غواړي چې په دوهمه ناسته کې هوکړې ته ورسېږي.

د دغې جرګې یوه غړي نذیر احمدزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دواړو مشرانو تر منځ روان اختلافونه د هېواد په ګټه نه‎دي او دوی باید خپلو اختلافاتو ته مناسبې حل لارې پیدا کړي.

احمدزی: د دواړو مشرانو ترمنځ روان اختلافونه د هېواد په ګټه نه‎دي

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"نن پنجشنبه دواړه مشران د دوهم ځل لپاره ناسته لري، د افغانستان روان حالت ټولو ته څرګند دی، ناامنۍ ورځ تر بلې زیاتېږي او ولسونه یوې ژورې اندېښنې سره مخامخ دي، نو د دواړو مشرانو نه دا هیله ده چې ملت دې ته مجبوره نه‎کړي چې اوچت شي ووایي چې تاسې دواړه حکومتدارۍ کې ناکام شوي یاست مهرباني وکړئ استعفا وکړئ."

نوموړي وویل، د هېواد مشرانو کومه ناسته چې مخکې درلوده ژمنه کړې چې خپل اختلافات‌یې پای ته رسولي او دغه راز د هېواد د مسایلو په اړه‌یې له یو شمېر قومي مشرانو سره هم مشورې کړي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله دوهمه ناسته تائید کړې او ویلي یې دي چې دا ناسته به د پنجشنبې په ماښام ترسره شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم وویل، د دغو خبرو اترو اصلي محور سیاسي تفاهم‌لیک جوړوي او په ‎دې ناسته کې به ولسمشر په دې اړه خپل لیدلوری مطرح کړي.

د ملي یووالي حکومت رهبرانو تېره اوونۍ پر یو بل تر تندو انتقادونو او په وړاندې یې د متقابلو غبرګونونو وروسته د لومړي ځل لپاره خبرې وکړې او اجرائیه رئیس خپلې غوښتنې ولسمشر سره شریکې کړې.

یو شمېر افغان شننونکي د دغو اختلافاتو په دوام انتقاد کوي او وایي، دغه کار د افغانستان په امنیت او اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز کړی.

دوی د وسله‎والو طالبانو له لوري د یو شمېر سیمو نیول کېدل، د ناامنیو زیاتېدل او اقتصادي ستونزې د حکومت د رهبرانو نه‌پاملرنه یادوي.

افغان کار پوه یونس فکور

افغان کارپوه یونس فکور په ‎دې اړه وویل:

"زه داسې فکر کوم چې لومړی قطعاً داسې ستونزه باید رامنځته شوې نه‌وی، د افغانستان خلک کار ترې غواړي، حکومت فلج دی امنیت خراب دی دا ټولې څرګندونې خپله ډاکټر عبدالله کړي دوی باید ژر تر ژره خپل اختلافات حل کړي."

تر دې وړاندې د احمد شاه مسعود بنسټ رئیس احمد ولي مسعود هم ویلي چې د افغان حکومت د مشرانو تر منځ اختلافونه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې اړیکې هم زیانمنې کړي.

خو د جمهوري ریاست ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال وایي، په ډیمکراټیکو نظامونو کې دا ډول اختلافات رامنځته کېږي او دا به د حکومتدارۍ په برخه کې ستونزې راولاړې نه‌کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ