د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

اصولي: د حکومت مشران دې ولس په یو او بل نوم نه‌وېشي


په خوست کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ یوې غونډې ویناوالو په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو غوښتنه وکړه چې د خپلو سلیقوي چلندونو په خاطر دې ولس په خپلو کې نه سره وېشي.

یاده غونډه چې د پنجشنبې په ورځ د خوست د جرګو په تالار کې د ځوانانو خوځښت په نوم د یو ټولنیز بنسټ له‎خوا رابلل شوې وه، د قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون په‎کې د افغان ځواکونو یو شمېر منسوبینو هم برخه لرله.

د ولسي جرګې غړي او د یاد بنسټ مؤسس کمال ناصر اصولي په خپلو خبرو کې د افغان حکومت په مشرانو غږ وکړ چې د سلیقوي برخوردونو لپاره دې ولس نه سره وېشي او ملي یووالی دې وساتي.

اصولي: مشرانو دې ملي یووالی وساتي
اصولي: مشرانو دې ملي یووالی وساتي

کمال ناصر اصولي زیاته کړه:

"موږ له دغه ځای نه په فعلي رئيس جمهور، د حکومت په فعلي رئيس اجرائیه او د دوی په خواوشا کې هغه کسان چې د افغانستان په سیاست کې مطرح دي غږ کوو چې تاسو د خپلو سلیقوي برخوردونو لپاره د افغانستان خلک مه وېشئ، ملي یووالی وساتئ او د افغانستان ولسمشر ته وایم چې له هېڅ یو غږ نه به نه‌ډارېږې، هغه ملت چې تاته‌يې رأیه درکړې ده ستا تر شا ولاړ دی."

کمال ناصر اصولي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونه که د دې هېواد په هره سیمه او توکم پورې تړلي دي، یو وجود دی او د یو ولس او یو هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د امن لپاره خدمت کوي.

خوست کې جوړه شوې غونډه
خوست کې جوړه شوې غونډه

د سرحدي ځواکونو یو تن افسر وايي چې افغان امنیتي ځواکونه هغه مهال په خپلو وظیفو کې بریالي کېدای شي چې ولس‌يې تر شا ولاړ وي.

نوموړی زیاتوي:

"زه سمونمل سردار محمد د سرحدی زون د چټک غبرګون کنډک قوماندان، تر څو چې خلک د خپلو ځواکونو تر شا ولاړ نه‌وي، موږ نه‎شو کولای چې په یوازې ځان خپلې دندې پرمخ بوځو، خو که خلک مو د نن په شان حمایت کوي، دا نو زموږ د سرتېرو په معنویاتو او روحیه باندې ډېر مثبت تأثیر کوي."

په خوست کې د ملي امنیت ځواکونو یو تن منسوب هم د ملي امنیتي ځواکونو څخه د حمایت او ملاتړ دا ډول ناستې ډېرې په ګټه بولي او زیاتوي چې په ‎دې سره ولس او پوځ د یووالي او یو وجود احساس کوي.

خوست کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ
خوست کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ

د رحمت‌الله سروري په نوم د خوست یو تن مدني فعال وايي چې په ‎دې غونډه کې د خلکو پراخ ګډون د افغان ځواکونو سره د ولسي مینې ښودنه وه.

دی وايي، افغان ملي امنیتي ځواکونه د خلکو سوله‌ییز ژوند او د هېواد خپلواکي ساتي، نو ولسونه‌يې ملاتړ کوي.

ښاغلی سروري وايي:

"دا چې نن کومه غونډه نیول شوې وه او په‎ دې کې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه وستایل شول، یوازینۍ موخه‌يې وطني مینه او احساس وو چې دوی د وطن لپاره قرباني ورکوي، زموږ د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ساتي او په ‎دې لاره کې له هېڅ ډول سرښندونو نه په څنګ کېږي."

یاده دې وي چې په خوست کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په غونډه کې ګډو‎نوالو یو شمېر سرتېرو او افسرانو ته د ګلانو امیلونه غاړو ته ورواچول او دوی سره‌يې یادګاري انځورونه واخیستل.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG