امریکا کابل کې پر امریکایي پوهنتون برید وغانده

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چار وزارت په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د تېرې شپې برید وغانده.

سپینې ماڼۍ د برید په پيل کې وویل چې متحده ایالتونه د کابل وضعیت له نېږدې څاري او پر پوهنتون برید ته ژوره اندېښنه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه د دې برید په مخنیوي کې مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د حملې په ارتباط وویل چې دا د افغانستان پر راتلونکي برید دی.

ارنسټ: د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه د دې برید په مخنیوي کې مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت ټروډو د حملې په لومړیو شېبو کې وویل، په کابل کې د امریکا متحده ایالتو سفارت هلې ځلې کوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې امریکایانو ته په دې برید کې زیان نه‌وي اوښتی.

پر پوهنتون د برید په وخت ګڼ محصلین هلته په درس بوخت وو.

د هدا طیب په نوم د سوداګرۍ برخې یوه محصله چې له حملې وروسته له پوهنتونه په تېښته بریالۍ شوه، ازادي راډیو ته د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

"موږ د پوهنتون په انګړ کې وو چې حمله وشوه. په چمن کې موږ ته ډېر نېږدې اور ښکاره شو. د ځینو صنفونو دېوالونه ړنګ شول، زده کوونکي د ټولګیو منځ کې وو. بیا موږ ټول وتښتېدو، ډېر کسان وو او ډېر کسان زموږ له تېښتې یو ساعت وروسته هم په صنفونو کې بند پاتې وو، موږ زنګونه ورته وهل."

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي ازادي راډیو ته د کابل په وخت د شپې په یوې بجې وویل چې ډېری محصلین وتلي دي خو لاهم امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې یو نیم پاتې محصل له پوهنتونه وباسي.

په کابل کې امریکایي پوهنتون لومړی شخصي پوهنتون دی چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

کابل کې د تیرې شپې حمله

په دې پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ، سافټویر او مخابراتي چارو انجنیرۍ، سیاسي علوم، نړیوالې اړیکې، د چارو اداره او مشري، مدیریت او سوداګري او یو شمېر اقتصادي زده‌کړې د امریکایي او یو شمېر افغان استادانو له لوري مخته بیول کېږي.

د کابل په امریکایي پوهنتون کې د انټرنټ له لارې له بهره هم محصلانو ته زده‎کړه ورکول کېږي.