د کندز امنیتي چارواکي د دې ولایت د سقوط د امکان په اړه اندېښنې بېځايه ګڼي او وايي چې کنټرول د دوی په لاس کې دی.
د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به د کندز او تاجکستان تر منځ لار د تجارتي موادو د لېږد–رالېږد لپاره جوړه شي.
وسلهوالو طالبانو د یکشنبې په شپه، د کندز پر دریاب د آلچېن پُل چې ښار له شیرخان بندر او بیا له تاجکستان سره نښلوي، ویجاړ کړ.
دا په داسې حال کې ده چې وسلهوال طالبان دغه موضوع ردوي.
د کندز د خاناباد ولسوالۍ مؤقتي سقوط او د جګړې شدت د دې ولایت د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.
ډیپلوماټ خپرونه وايي، سره له دې چې خاناباد ولسوالۍ د شنبې په ورځ حکومتي ځواکونو ونیوله خو د د زیاتو کلیو خلک تخار او د کندز ښار هوايي ډګر په لور وتښتېدل. د خپرونې په وینا، زیات خلک د تېښتې په حال کې دي.
خو د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي، د جګړې له شدت سره، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې ولایت د ساتلو جوګه دي.
جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي:
"زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه په کندز کې هر اړخیز حضور لري. دا سمه ده چې وسلهوالو طالبانو د آلچېن پُل الوزولی خو موږ خپل تدابیر لرو او ډېر ژر به دا لار پرانیستل شي. "
د کندز د ولایتي شورا یوه غړي اسدالله سادات د ډیپلوماټ خپرونې ته ویلي چې په امام صاحب، دشت ارچي او چهاردرې ولسوالۍ کې جنګ دی.
د سادات په وینا، د جګړې اور تر خاناباد او قلعۀزاله رسېدلی دی.
ده هغه په وینا، پر قلعۀزال او خاناباد کې دواړه لوري وخت ناوخت کنټرول ټینګوي او بایلي.
د کندز د ولایتي شورا یوه بل غړي صفيالله امیري هم د ښار سقوط ته په اشارې سره، ډیپلوماټ ته ویلي چې د تېر کال د تراژیدۍ د بیا تکرار وېره لري.
د رپوټونو پر اساس، د افغانستان د پوځ یو شمېر لوړ رتبه چارواکي په کندز کې د وضعیت د څېړنې لپاره دې ولایت ته تللي دي.
د افغانستان د پوځ لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد پرون دوشنبې په کندز کې واشنګټن پوسټ ته ویلي چې وسلهوالو طالبانو ته به اجازه ورنهکړي چې بیا کندز ښار ونیسي.
په افغانستان کې د ناټو د قاطع مأموریت ځواکونو ویاند جنرال چارلس کلېفلېنډ هم پرون خبریالانو ته په کابل کې وویل:
"موږ ډاډ لرو چې کندز سقوط نهکوي. موږ د مرستې لپاره هلته یوو."
کلېفلېنډ تائید کړه چې وسلهوالو طالبانو د افغانستان امنیت له خطر سره مخامخ کړی خو ټینګار یې وکړ چې طالبان خپل سټراټېژیک هدف ته چې د دې هېواد د یوې سترې برخې سقوط دی، نهدي رسېدلي.
ښاغلي کلېفلېنډ څرګنده کړه چې د سپکو حملو یوه الوتکه او په امریکا کې روزل شوي افغان پیلوټان هم ور استول شوي دي.
د هغه په وینا، امریکايي پوځیان اجازه نهلري چې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ګډون وکړي خو په ستراتیژیکو سیمو کې د افغان ځواکونو د ماتې د مخنیوي لپاره پوځي مرستې کولای شي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نوي فرمان پر اساس، د امریکا جنګي الوتکې اجازه لري چې په خاصو مواردو کې پر ځیني اهدافو حملې وکړي.
د افغانستان د پولیسو سرچینو واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د امریکا هليکوپټر هم پرون د حملو لپاره کندز ته ورسېدلي او په علياباد کې یې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره حملې کړي دي.
د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ پرون ازادي راډیو ته وویل چې له کابله د اردو، پولیسو او ځانګړو ځواکونو "سپیشل فورس" اضافي قواوې هم ور رسېدلي دي.
محمد قسیم جنګل باغ وویل:
"په قلعۀزال، دشت ارچي او امام صاحب ولسواليو کې جګړه روانه ده. په جګړه کې د مخالفینو ۸۶ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۱۰ تنهیې په جګړه کې زخمیان شوي دي."
د هغه په وینا، په تېرو دوو ورځو کې د کندز په جګړه کې د افغانستان حکومت د امنیتي ځواکونو څلور غړي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ تنه زخمیان دي.
کندز له څو اړخونو ستراتيژیک اهمیت لري.
کندز تاجکستان سره پر اړخ پروت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته اسانه لار لري، د افغانستان د غنمو او وریجو زیاته اړتیا پوره کولای شي او د شمال له مهمو ښارونو دی.