د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

افغان ځواکونو د کندز دوې ولسوالۍ نیولي دي


د کندز چارواکي د دغه ښار د عملیاتو پرمهال د سلګونو طالبانو د وژلو ادعا کوي او وایي چې دوې ولسوالۍ یې هم له طالبانو نیولې دي.

د کندز سرپرست والي ازادي راډیو ته وویل چې د ټول ولایت د تصفیې لپاره د افغان ځواکونو عملیات روان دي او طالبان په تیرو څه باندې دوو اونیو کې سخت ځپل شوي دي.

په کندز کې چارواکي وایي چې د چهاردرې او قلعه ذال ولسوالیو د مرکزونو له نیولو وروسته اوس ځواکونه د دغو دوو ولسوالیو په لیرې کلیو او بانډو کې د دولت مخالفه وسله والو پرضد تصفیوي عملیاتو ته دوام ورکوي.

د کندز سرپرست والي حمد اله دانشي ازادي راډيو ته وویل چې د ارچي په ولسوالۍ کې به هم عملیات پیل شي:

((تر اوسه په ارچي کې عملیات نه دي پیل شوي، هیلمن یم چې د چهادرې ولسوالۍ، قلعه ذال ولسوالۍ او خان اباد ولسوالۍ تر تصفیې وروسته به زموږعملیات په دشت ارچي ولسوالۍ کې هم ان شا اله پیل شي.))

د راپورونو له مخې تیره ورځ د خان اباد ولسوالۍ لاره د خلکو پرمخ پرانیستل شوه او د دې ولسوالۍ په کلیو کې هم افغان ځواکونو د پلټنې عملیات پيل کړې دي، خو هغسې چټک نه دي لکه څرنګه چې په چهاردره کې روان دي.

په چهادرې ولسوالۍ کې افغان ځواکونه د نواباد سیمې ته رسیدلي دي. د کندز سرپرست والي وایي چې په نواباد کې افغان ځواکونه خپل عملیات نه دروي:

((افغان ځواکونو توقف نه دی کړی، زموږ د ځواکونو یوه برخه د کندز د سقوط پرمهال هغه لورې ته بنده پاتې شوې وه، اوس مو ځواکونه له هغوی سره یوځای شوې دي.))

د کندز په ټولو شپږو ولسوالیو کې دولت مخالفه وسله وال فعاله دي. کله چې مې د کندز له سرپرست والي حمد اله دانشي څخه پوښتنه وکړه چې کله به ټولې ولسوالیانې تصفیه کیږي، هغه وویل:

((د جګړې وړاندوینه ډیره ګرانه ده، خو زه هیله لرم، که خدای کول موږ به ډیر ژر د دشت ارچي او د قلعه ذال او خان اباد ولسوالیو پاتې برخې تصفیه کړو.))

طالبانو د سپتمبر په ۲۸ د کندز ښار ونیو او د نژدې دوو اونیو په ترڅ کې چې په کندز ښار کې افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو د هوايي ملاتړ په مرسته عملیات وکړل، د سرپرست والي په وینا شاوخوا شپږ سوه طالبان وژل شوي، پنځه شپیته یې اسیران شوي او نژدې اته سوه نور ټپيان شوې دي.

طالبانو په کندز کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دې ویلي، خو روانه اونۍ یې په یوې اعلامیې کې چې ازادي راډيو ته یې هم رااستولې وه، وویل چې د کندز له ښاره د ملکیانو د حفاظت لپاره خپل ځواکونه په شا کوي.

د کندز د عملیاتو پرمهال تر دې دمه د دې ولایت د چارواکو په وینا ۱۲ افغان سرتیرې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG