په هلمند کې د پولیسو د ۵۰۵ بُست زون قومندان مل پاسوال محمد حکیم انګار وايي، د هلمند نادعلي او ناوې په جګړه کې يې د پاکستاني جنرالانو د حضور په اړه شواهد ترلاسه کړي دي.
ښاغلي انګار د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، د هلمند په جګړو کې د پاکستان د پوځ د جنرالانو په شمول د لشکر جنګوي او لشکر طیبه کسانو هم برخه اخیستې ده.
هغه په نادعلي، ناوه او ګرمسېر ولسوالیو کې د پراخ عملیاتو د پیل خبر هم ورکړ.
په دې اړه نور حال د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې:
Your browser doesn’t support HTML5