د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

اتل: د هلمند اوسنی امنیتي وضعیت سخت د اندېښنې وړ دی


د هلمند ولایتي شورا د دغه ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي.

د دې شورا رئیس وايي، د هلمند ولایت ډېرې عمده لارې د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي.

دی وايي، د دغه ولایت یوه ولسوالۍ هم په بشپړه توګه د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې نه ده.

د دې شورا رئیس کریم اتل د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د هلمند امنیتي وضعیت په جدي توګه د اندېښنې وړ دی او د جګړو ختمولو ته باید عملي پلانونه ترتیب شي.

هغه زیاته کړه:

"دا هغه تروریستان دي چې په افغانستان کې نیابتي جګړه پر وړاندې بیايي، په هر ډول چې دوی عمل کوي موږ یې پر وړاندې له خپلو ظرفیتونو څخه کار اخلو، دا چې دا جګړه څه وخت پای ته رسېږي، د سیمې د هېوادونو او نړۍ د همکاریو پورې اړه لري چې له موږ سره یې د تروریستان پر وړاندې مبارزه کې وکړي."

ښاغلي اتل وویل، د دغه ولایت ټولې مهمې لارې د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي، اوسمهال د لښګرګاه او کندهار ولایت ترمینځ لویه لاره هم بنده ده او په ځینو سیمو کې زورور جنګونه روان دي.

د هلمند نادعلي ولسوالي تېره اوونۍ د سختو جګړو شاهده وه
د هلمند نادعلي ولسوالي تېره اوونۍ د سختو جګړو شاهده وه

خو د هلمند ولایت د ټرانسپورټ رئیس غفور توخي ازادي راډیو ته وویل، د هملند – کندهار لویه لار د امنتیي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د شنبې د ورځې سهار خلاصه شوه.

د دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونه له لسو ورځو راهیسې د هلمند ولایت په څو ولسوالیو کې له مخالفینو سره په جګړه کې دي.

دفاع وزارت: امنیتي ځواکونه د هلمند څو ولسوالیو کې طالبانو سره جګړو بوخت دي
دفاع وزارت: امنیتي ځواکونه د هلمند څو ولسوالیو کې طالبانو سره جګړو بوخت دي

پخوا تردې یو شمېر مدني فعالانو خبرداری ورکړی چې که د هلمند ولایت د حکومت له ولکې ووځي، ګاونډي پنځه ولایتونه به د سقوط له خطر سره مخ شي.

خو د افغانستان د د فاع وزارت وايي، د نادعلي، ګرمسیر او ناوې په ولسوالیو او همدارنګه د ګرشک او سنګین د ولسوالیو شاوخوا سیمو کې، محاربوي عملیات روان دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، د هلمند نیابتي جګړه تر ډېر ځایه د بهرنیو جنګیالو په ذریعه پرمخ وړل کېږي او پای ته رسېدل یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمینځ هماهنګۍ او ګډې مبارزې پورې اړه لري.

رادمنش:د هلمند نیابتي جګړه تر ډېر ځایه د بهرنیو جنګیالو په ذریعه پرمخ وړل کېږي
رادمنش:د هلمند نیابتي جګړه تر ډېر ځایه د بهرنیو جنګیالو په ذریعه پرمخ وړل کېږي

هغه وايي:

"په هلمند کې اوسنی وضعیت د تشویش وړدی، له ښاره وتلي ټول سړکونه د مخالفینو په لاس کې دي، له لښګرګاه څخه کندهار او نورو ولایتونو ته تګ راتګ نه شي کېدلی،عمومي لاره بنده ده او ټول ولس په تشویش کې دی."

په ورته وخت کې د مدني ټولنې فعاله شکریه جلالزۍ وايي، د هملند جګړه مافیايي ده او د مختلفو ګټو د ترلاسه کولو په هدف د ځینو بهرنیو استخباراتي کړیو په مرسته پرمخ بیول کېږي.

جلالزۍ تاکید کوي چې حکومت دې له هلمند څخه د بهرنیو استخباراتي کړیو لاس لنډ کړي او د ستونزې د حل لپاره دې د سپین ږیرو او قومي مشرانو له مشورو ګټه واخلي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG