افغانستان
حیات: هلمند کې لسګونه وسله وال مخالفین وژل شوي
د هلمند چارواکي وايي په څو ناامنو ولسواليو کې د وروستيو پوځي عملياتو له کبله شا و خوا دوه نيم سوه دولت-ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند والي نن مازيګر يوه کنفرانس ته وويل، وسله وال په نادعلي، ګرمسېر، ناوې ولسواليو او نورو سيمو کې له ماتې سره مخامخ شويدي.
حيات الله حيات وويل چې دغو ٢٥٠ وسله والو ته د دوو اوونيو په عملياتو کې مرګ-ژوبله اوښتې ده:
"د دښم ن د ٢٥٠ په شا و خوا کې وسلوال وژل شوي يا هم ټپيان دي، په دغو عملياتو کې زموږ ٥٠ تنه ځواکونه هم مړه يا ټپيان دي."
د تلفاتو دغه ارقام خپلواکو سرچينو نه دي تاييد کړي.
دغه کنفرانس ته د وينا پر مهال د لوى درستيز مرستيال ډګر جنرال مراد علي مراد د هلمند له وکيلانو، سياستوالو او نورو بانفوذو شخصيتونو غوښتنه وکړه چې د هلمند د روان وضعيت په کنټرول کې همکاري وکړي.
په وروستيو کې تر نادعلي ولسوالۍ وروسته په ناوې او ګرمسېر ولسواليو کې د جګړو راپورونه ورکول شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو مشر د سرپرستې کابینې ټول غړي کندهار ته ورغوښتي
راپورونو وايي چې د طالبانو لوی مشر ملاهبتالله آخندزاده د سرپرستې کابینې ټول غړي کندهار ته ورغوښتي دي څو په ټول افغانستان کې د شرعي قوانینو د تطبیق په اړه خبرې ورسره وکړي.
د طالبانو په حکومت کې باوري سرچینو چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د تطبیق لپاره د جدي اقداماتو په اړه خبرې د دې غونډې د اجنډا مهمه برخه وه، او د طالبانو لوی مشر په ټول هېواد کې د دې قانون د تطبیق لپاره جدي سپارښتنې وکړې.
سرچینې زیاتوي چې د سرپرست حکومت وزیران د روانې اوونۍ په پیل کې کندهار ته ورسېدل.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د امربالمعروف نوی قانون خپور کړ چې په ځانګړي ډول پر ښځو سخت محدودوونکي تګلارې عملي کوي.
له دې سره په یوه وخت کې په دې وروستیو کې د طالبانو محکمو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو سرغړونو په نوم لسګونه کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړې دي.
د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو ډلو پر دې اقداماتو جدي اندېښنې ښودلي.
د کاناډا استازی: د عدالت نړيواله محکمه کې د افغان ښځو د حقونو د دعوې په اړه مو طالبانو ته خبر ورکړی
د افغانستان لپاره د کاناډا ځانګړی استازی وايي، د ده هېواد، جرمني، هالنډ او اسټرالیا د طالبانو حکومت ته رسما خبر ورکړی چې غواړي د بشري حقونو، په تېره د ښځو د حقونو اړوند بحثونه راپورته او په پایله کې یې د عدالت په نړیواله محکمه ICJ کې د هغوی پروړاندې دعوه وکړي.
د کاناډا ځانګړي استازي دیوید سپرول پرون له ګلوب اینډ مېل سره په مرکه کې وویل، طالبانو تر اوسه دوی ته ځواب نهدی ورکړی.
سپرول وايي، د دوی اقدام ته لاهم څو پړاونه پاتې دي، خو دی زیاتوي چې که د ښځو په برخه کې د طالبانو پالیسۍ بدلې نهشي نو دوی به دا مسئله ICJ ته راجع کړي.
دې څلورو هېوادونو په خپله طرح کې د هغه نړیوال کنوانسیون یادونه کړې چې د ښځو پر وړاندې د هر راز تبعیض لهمنځه وړل غواړي.
دوی طالبانو ته شپږ میاشتې مهلت ورکړی چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي، خو د دې طرحې له اعلان څخه یوه میاشت تېره شوې ده، پهداسې حال کې چې په افغانستان کې پهدې برخه کې هيڅ راز بدلون نه لیدل کېږي.
پر افغان وګړو د ډزو د پېښې په اړه د طالبانو څېړنه؛ د ايران حکومت پرې غبرګون ښودلی
د ایران د بهرنیوچارو وزارت له افغانستان سره په سرحد کې د ایراني پولهساتو په ډزو د یوشمېر افغان کډوالو د وژنې او ټپي کېدو په اړه د طالبانو د حکومت د څېړنو پر پایلو ناخوښي څرګنده کړې ده.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون یوې خبري غونډې ته وویل، ایران د طالبانو د ځانګړي تحقیقاتي ټیم د راپور له لیدو وروسته حیران شوی دی.
بقايي وايي، ایران لهدې کبله ناراضه دی چې ولې د طالبانو حکومت د ایران په کلګان-سراوان سرحدونو کې د هغې پېښې په اړه چې نهده شوې بېبنسټه راپورونه جدي ګڼلي.
د طالبانو حکومت څلور ورځې مخکې اعلان وکړ چې، د څېړنو ډلې یې خپل تحقیقات بشپړ کړي دي، خو دې ډلې د پېښې د مرګژوبلې ارقام يې نهدي ښودلي.
يوشمېر پخواني افغان پيلوټان د امريکا د پيلوټۍ د اسنادو ترلاسه کولو هڅې کوي
د پخواني افغان هوايي ځواک پیلوټان په امریکا کې د پیلوټۍ د اسنادو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي.
ویرتیکل مجله چې د پیلوټانو اړوند خبرونه خپروي، دوشنبه ناوخته راپور ورکړی چې په تکزاس کې دغو اتلسو افغان پیلوټانو د فدرال هوايي چلند د سند لپاره یو لړ روزنیزې دورې هم ترسره کړې دي.
د راپور په اساس دا هغه پیلوټان وو چې د طالبانو په وړاندې په جګړه کې یې MH-6 محاربوي، بلک هاک یا Mi-17 ترانسپورتي هیليکوپترې چلولې.
دا پیلوټان که څه هم هر یو له ۳۰۰ تر ۱۲۰۰ ساعتونو د پرواز تجربې لري، خو په امریکا کې د هوایي چلند سکتور ته د داخلېدو لپاره باید ازموینه ورکړي او سند ترلاسه کړي.
د پخواني افغان هوايي ځواک نږدې ټول پيلوټان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان ووتل.
د دوی ګڼشمېر امریکا کې مېشت دي.
د کابل په سقوط سره یوشمېر پخوانيو پیلوټانو ځینې هیليکوپترې چې امریکا وايي د دوی ملکیت وې او د افغان هوايي ځواک په اختیار کې وې، ازبکستان ته یوړې او لا هم هلته پاتې دي.
د ملګروملتونو يو استازي د طالبانو د روغتيا له وزير سره د روغتيايي مرکزونو پر جوړېدو خبرې کړي
د ملګروملتونو د نفوسو ادارې سیمهییز مشر د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزیر سره په کتنه کې په لیرې پرتو سیمو کې د نویو روغتیایي مرکزونو د جوړولو، د خدمتونو د کیفیت د ښه کولو او د نړیوالو مرستو په جذبولو خبرې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري اژانس د راپور لهمخې، پیوسمیت د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالي ته ویلي؛ ملګري ملتونه هڅه کوي چې په افغانستان کې روغتیایي مرکزونه زیات کړي او پهدې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د راتګ او په هېواد کې دننه د خلکو د بېځایه کېدو له امله د افغانستان روغتیایي خدمتونه تر فشار لاندې راغلي دي.
له بلې خوا، د افغانستان سره میاشت ټولنې د دوشنبې په ورځ وویل چې له ۷۴ افغان ماشومانو څخه، چې د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي وو، ۴۶ تنه به له درملنې وروسته په راتلونکو درېیو ورځو کې هېواد ته راستانه شي.
د دې ماشومانو درملنه د جرمني د سولې کلي بنسټ په مرسته شوې ده.
راشدخان د نړۍ د لوړ عايد لرونکو په لېست کې شامل لوبغاړی دی
د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړی راشد خان، چې میاشتنی عاید یې ۵۹ میلیون افغانیو ته رسېږي، د نړۍ د لوړ عاید لرونکو ورزشکارانو په لېست کې شامل دی.
د هندي رسنیو د راپور لهمخې، راشد خان چې د ګوجرات ټیم غړی دی، کلنی معاش یې ۷۰۰ میلیون افغانیو ته رسېږي.
راشد خان، د دې ترڅنګ چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کلیدي لوبغاړی دی، دا مهال د هند د کرکټ د غوره لیګ (IPL) یو له لویو ستورو څخه ګڼل کېږي.
راشد خان یو خیریه بنسټ هم لري، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې تاسیس کړی او له یتیمانو او بېوزلو ماشومانو سره د تعلیم او روغتیا په برخو کې مرستې کوي.
کرکټ؛ سبا د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ يو ورځنۍ سيالۍ پيليږي
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې به سبا (چهارشنبې) د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ مسابقه کې مخامخ شي.
دا سیالۍ چې د افغانستان په کوربهتوب په شارجه کې کېږي، د کابل په وخت په دوه نیمې بجې پیلیږي.
په پام کې ده چې دواړه لوبډلې د روان نوومبر په نهمه، یعنې د شنبې په ورځ دوهمه او د نوامبر په یوولسمه درېیمه یو ورځنۍ سیالي وکړي.
د افغانستان او بنګلهدېش ټیمونه پهداسي حال کې له یو بل سره یو ورځنۍ سیالۍ کوي، چې تازه د افغانستان الف یا ابدالیانو ټیم د اسیا د ایمرجنګ لوبډلو اتلولي وګټله او تر هغه مخکې د افغانستان ملي لوبډلې د جنوبي افریقا پیاوړي ټیم ته د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې ماتې ورکړه.
طالبان: تر پنجشنبې به په سينديزو حوزو کې د اوبو سطحه لوړه او ښايي سېلابونه راووځي
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له اټکل سره سم به له نن (سهشنبې) څخه تر پنجشنبې پورې د ورښتونو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو سطحه لوړه او ښايي په ځینو ځایونو کې د سېلونو سبب شي.
دې وزارت پرون (دوشنبې) د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د وړاندوینې پر اساس وویل، له نسبتاً شدیدو بارانونو سره مل د هریرود، مرغاب او امو په سیندیزونو حوزو کې د سېلونو د راوتلو احتمال شته.
دغه وزارت له هغو خلکو چې یادو سیندونو ته نژدې اوسي، غوښتي چې نه یوازې په خپله د سېل خطر ته متوجه واوسي بلکې د سېل د راوتلو په صورت کې شاوخوا نورو خلکو ته هم خبر ورکړي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې په سرپل، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات او ځینو نورو سیمو کې د باران په وجه د واورو د ویلي کېدو له کبله د سېلونو د راوتلو احتمال شته.
سږ کال په افغانستان کې د سېلونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګژوبله او همداراز مالي تاوانونه اوښتي دي.
طالبانو په تخار کې یوه ښځه او یو نارینه په درو وهلي
د طالبانو ستره محکمه وايي، په تخار ولایت کې یې یوه ښځه او یو نارینه د نامشروع اړیکو په تور په عام محضر کې په ۳۹ درو وهلي دي.
دې محکمې نن پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې پر دې دوو کسانو د تعزیري سزا حکم د فرخار ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د حکم په اساس تطبیق شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې مخکې له دې په یوه جلا بیان کې ویلي وو چې د یکشنبې په ورځ یې د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه ښځه له کوره د تېښتې د هڅې په تور د خلکو په مخ کې په ۳۹ درو وهلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل وروستي راپور کې چې تېره پنجشنبې خپور شو، ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر ترپایه پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ ۱۱۱ بدني مجازات تطبیق کړي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو له طالبانو غوښتي چې دغه ډول سزاګانې ودروي.
د ملي مقاومت جبهې په کاپیسا کې د یوه طالب د وژلو او یوه بل د ټپي کولو ادعا وکړه
د طالبانو یوې مخالفې ډلې د ملي مقاومت جبهې ادعا وکړه چې کسانو یې په کاپیسا کې د طالبانو یو غړی وژلی او بل تن ټپي کړی دی.
دغې جبهې نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه حمله تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په درهٔ کلان ساحه کې شوې ده.
تر دې مخکې د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې وه چې د بغلان په نهرین کې یې د طالبانو د استخباراتو درې غړي د شنبې ناوخته وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.
طالبانو د دغو ادعاوو په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم نه شي کولی چې دغه ادعاګانې په بې پرې ډول تایید کړي.