د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

سرنوشت: حکومت نور خپل امتحان ورکړ او ناکام دی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر منځ د رامنځته شویو اختلافاتو او د هلمند د جګړې د ناخوالو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې د ولسمشرۍ له تېرو ناندریزو ټاکنو وروسته د هېواد د نظام د کاواکه کېدو په اړه یو ځل بیا د خلکو اندېښنې ډېرې شوي دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې د ملي یووالي حکومت تر منځ بې‌باوري تر وروستي حده رسېدلې ده، ان تر دې چې اوس یو پر بل په رسمي مجالسو او غونډو کې په ښکاره نیوکې کوي.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي چې حکومت نور خپل امتحان ورکړ او ناکام دی او ښه دا ده چې د دې ستونزې مناسبه حل لاره چې تر ډېره په نړیوالې ټولنې او ملي مشرانو پورې اړه پیدا کوي ولټول شي.

سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې له ارګ سره د سپېدار اړیکې په دې څو لنډو ورځو کې نه‌دي ترینګلې شوي، دغه خړ پړتیا د ملي وحدت حکومت له پیله غځېدلې ده، ځکه اوسنۍ ماجرا کومه نوې خبره او تر اټکل پورې پرمختیا نه‌شي ګڼل کېدای.

د سر مقالې لیکوال لیکي، د جان کري دغه پرېکړې نه له اساسي قانون سره اړخ لګولی شوای، نه‌یې کوم بل منطق موندلی شوای، ځکه خو په دغسې جوړښت له پیله ملي باور زیانېدلی و.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د هلمند جګړې د ناخوالو په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د بې‌پولي ډاکټرانو ټولنې ویلي، په هلمند ولایت کې د جګړو له امله ناروغان او ټپیان په خپل وخت د دغه سازمان روغتیايي مرکز ته د لاسرسي امکانات نه‌لري.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د اګسټ میاشت له پیله هر ورځ د ۲۵ په شاوخوا کې ناروغان دغه روغتون ته ورځي چې یاده ټولنه دا له معمولي حالت ډېر کم بولي.

د مطلب لیکوال د سرچینې په حواله لیکلي چې هلمند له تېرې یوې لسیزې د جګړو شاهد و، خو دغه جګړې د روغتیايي خدمتونو د رسېدلو په برخه کې تر ټولو لوی خنډونه جوړ کړي دي.

ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د هلمند د جګړې په اړه لیکلي چې د لشکر طیبه جنګیالي د پاکستان د استخباراتي سازمان "ای، اېس، ای" د افسرانو په مشرۍ د هلمند په جګړه کې فعاله ونډه لري.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د لشکر طیبه ډلې جنګیالي چې د هند په کشمیر کې جنګېږي اوس تر هلمنده رارسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG