د عامې روغتیا وزارت وایي چې د روښنایي غورځنګ پر مظاهرو چاودنو ۶۱ کسان وژلي او له ۲۰۷ تنو ډېر کسانیې ټپيان کړي دي.
د روښنایي غورځنګ پر مظاهرې هغه مهال حمله وشوه چې مظاهره کوونکو د دهمزنګ په چوک کې خیمه ووهله او د مظاهرې د دوام خبردارییې ورکړ.
د دغه وزارت د عامه اړیکو مسئول محمد اسماعیل کاووسي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل دغه چاودنه وروسته له هغې وشوه چې مظاهره چیانو د دهمزنګ په سیمه کې د تحصن خیمې درولې.
ښاغلي کاووسي دې ته په اشارې سره چې په دغې چاودنه کې ۶۱ کسان وژل شوي او له ۲۰۷ زیات ټپیان شوي دي ټینګار وکړ چې دغه ارقام لومړني دي او ممکن وروسته د وژل شویو او ټپيانو شمېر زیات شي.
دی وايي:
"د ۲۰۷ تنو په حدودو کې زموږ هېوادوال ټپیان شوي او ۶۱ نور وژل شوي دي."
د روښنايي غورځنګ د شنبې په ورځ په دوهم ځل په کابل کې مظاهره وکړه، مظاهره کوونکي د عدالت او متوازنې ودې شعارونه ورکول او له مرکزي ولایتونو یې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي د تېرېدو غوښتنه کوله.
د روښنايي غورځنګ مظاهره د شنبې په ورځ د کابل ښار له لوېدیځ څخه پیل او دهمزنګ په سیمه کې سره راټول شول او ټینګار یې وکړ چې د غوښتنو تر منل کېدو به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.
عیني شاهدانو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې دوه چاودنې شوي او د درېیمې حملې مخه نیول شوې ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په مظاهره کې چاودنو باندې ژور خپګان څرګند کړی.
وړاندې په اعلامیه کې راغلي چې وسلهوالو مخالفینو له فرصت نه په ګټې د مظاهره چیانو په منځ کې چاودنې وکړې چې یو شمېر مظاهره چیان او امنیتي او دفاعي ځواکونو تهیې مرګ ژوبله واړوله.
د بخښنې نړیوال سازمان هم دا چاودنې غندلي او ویلي دي چې دا ډول حملې ښکاره کوي چې وسلهوال هېڅ مدني حرکت ته احترام نهلري.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډيو ته ویلي چې دغه حملې د ابو علي په نوم د داعش د یوه مسئول لهخوا رهبري کېدلې او درې واړه حملې د داعش وسلهوالو کړي دي.
تر اوسه امنیتي چارواکو د چاودنو د څرنګوالي په اړه څه نهدي ویلي خو په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې حملې انتحاري وې.
د روښنايي غورځنګ د مظاهرې تنظیموونکي داوود ناجي له چاودنې وړاندې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې تر هغې چې غوښتنې ونهمنل شي د دهمزنګ په سیمه کې بهیې اعتراض دوام پيدا کړي.
ښاغلی ناجي وايي:
"زموږ اراده او پرېکړه دا ده چې موږ د دهمزنګ په څلور لاري کې تر هغو پاتېږو چې د جنبش روشنایې غوښتنې ومنل شي او یا داسې یو توافق وشي چې د خلکو لپاره د منلو وړ وي."
روښنايي غورځنګ د ثور په ۲۷مه هم ورته مظاهره کړې وه چې حکومت وروسته د مرکزي افغانستان لپاره ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد پروژه منظور کړه.
په ورته وخت کې داعش ډلې د دغه برید مسؤلیت منلی دی.
راپور: رحمتالله افغان