د روښنايي غورځنګ د شنبې د ورځې مظاهرو، په کابل ښار کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو پر تعلیمي او تحصیلي نظام ناوړه اغېز وکړ.
د کابل ښار د ښوونځیو زده کوونکي، د ښوونځیو مسؤلین، د پوهنتونونو محصلین او د لوړو وزارت چارواکي وايي، مظاهرې او اعتراضیه غونډې باید د ښارونو له سړکونو او واټونو څخه لیرې، په ځانګړو ځایونو کې وشي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په کابل ښار کې د شنبې په ورځ د روښنايي غورځنګ د مظاهرو له امله، د ښار عمده سړکونه او واټونه تړلي وو او ګڼ شمېر زده کوونکي او محصلین ونهتوانېدل چې خپلو تعلیمي او تحصیلي مرکزونو ته لاړ شي.
دوو زده کوونکو چې په دې ورځ د مظاهرې له امله له ښوونځي او ازموینې پاتې شوي ازادي رادیو ته وویل:
"زمانوم شکراللهدنهم ټولګي زده کوونکی. کله چې مظاهرې کيږي په هغې ورځ ښوونځي ته نهشو تللی، ذهنونه ګډوډېږي او درس نهشو زده کولای، کله کله په مظاهرو ډزې او چاودنې هم کېږي، د نننۍ مظاهرې له امله ډېری شاګردان له درسونو پاتې شول."
"زه د اتم ټولګي زده کوونکی یم، زموږ ښوونځی په ښار کې دی، د مظاهرې له امله مکتب ته لاړ نهشوم. دا مظاهرې باید مکتبونو سره نږدې ونهشي."
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورځو کې د کابل ولایت او ښار د ښوونځیو څلورنیم میاشتینې او د پوهنتونونو د لومړیو سمسترونو ازموینې روانې دي.
د پوهنې وزارت د رهبري شورا غړي او د استقلال لیسې مدیر سید ناصر عسکرزاده له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل،
د روښنايي غورځنګ د مظاهرې له امله شاوخوا ۴۰ فیصده زده کوونکي له ازموینې پاتې شول.
ده هیله وکړه چې مظاهرې او اعتراضیه غونډې باید د ښار له واټونو څخه په وتلو سیمو کې ترسره شي، څو د پوهنې نظام ټکنی نهشي.
ښاغلی عسکرزاده وايي:
"د پوهنې وزارت د امتحانونو د اخیستو په حالت کې دی، زده کوونکو د ازموینې لپاره تیاریانې نیولی دي، لېکن له ازمویني محرومېږي، کابل ښار ډېر کوچنی دی، دا مظاهرې باید په لویو سټډیومونو او له ښار څخه په تلو ځایونو کې وشي څو د پوهنې نظام ټکنی نهشي او خلکو ته ستونزې پېښې نهشي."
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت وايي، د روښنايي غورځنګ د مظاهر له امله ګڼ شمېر محصلین ونه توانېدل چې د پوهنتونونو د لومړي سمستر په ازموینې کې برخه واخلي.
د دې وزارت ویاند فیصل امین ازادي رادیو ته وویل، دا مظاهرې باید په داسې ځایونو کې وشي چې د هېواد د تعلیمي او تحصیلي نظام د پرمختګ خڼد نهشي.
ښاغلی امین وايي:
"تقریباً په هر پوهنتون کې ۶۰ یا ۷۰ محصلین حاضر، امتحان یې ورکړ، هغوې چې د لارو د بندېدو له امله نه و راغلي له هغوی به جبراني امتحان واخیستل شي. تحصیل یو مستمر جریان دی، دا چې وضعیت خرابېږي او انقطاع پهکې راځي، طبعاً بد تأثیر کوی. د تحصیل جریان باید له ځنډ سره مخ نهشي."
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د روښنايي غورځنګ په سلګونو غړو په کابل ښار کې د سالنګ له لارې د برښنا له لېږد سره د مخالفت له امله مظاهره کړې ده.
د دې غورځنګ اعتراض دا دی چې د ترکمنستان ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا دې د بامیانو له لارې ولېږدېږي.
افغان چارواکو پخوا تر دې ویلي چې د سالنګ له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټو د لېږد پرېکړه د روښنايي غورځنګ د استازو په ګډون یو معتبر کمېسیون کړې ده.
افغان چارواکي دا هم ویلي چې مظاهرې د خلکو قانوني حق دی خو په دې شرط چې د خلکو ورځنۍ چارې ستونزمنې نهکړي.
راپور: خان محمد سیند