جوادي: د ترکیې کودتاچیانو ولسي ملاتړ نه درلود

د ترکیې په پوځ کې دننه د یوې ظاهراً کوچنۍ ډلې لخوا د کودتا هڅې د خلکو هیڅ ملاتړ نه درلود.

د ازادي راډیو مبصر عباس جوادي په خپلې یوې مقالې کې پر دې موضوع تبصره کړې او وایي، دا یوه کلاسیکه هڅه وه چې نه یوازي د خلکو بلکې په ترکیې کې د لویو سیاسي ګوندونو لخوا هم وغندل شوه.

د ازادي راډیو مبصر عباس جوادي په ترکیې کې د تېري شپې د ناکامې کودتا په اړه په یوې مقالې کې لیکلي چې دا یوه کلاسیکه هڅه وه چې هیڅ ډول عام ملاتړ یې نه درلود.

ښاغلی جوادي لیکي د جمعې د ماښام راهیسي چې کودتا پیل شوه د ترکیې په پارلمان کې د دریو لویو سیاسي ګوندونو استازو په هغه هېواد کې د تېرو پوځي کودتاوو د ترخو تجربو په یادونې سره پرونۍ هڅه وغندله.

ښاغلی جواد د دغو استازو له قوله لیکي چې وایي حکومت د خلکو لخوا انتخاب شوی او یوازي د انتخاباتو په نتیجه کې بدلیدای شي، نه د کودتا له لارې.

په دې مقاله کې راغلي چې پر دې سربېره هغه مشران چې د حکومت منتقدین دي لکه پخوانی ولسمشر عبداله ګل او پخواني صدراعظم احمد داوود اوغلو هم د واکمن مشروع او منتخب حکومت په پلوۍ غږ پورته کړی دی.

جوادي زیاتوي په عمومي توګه داسي ښکاري چې د پولیسو او نورو امنیتي ادارو لکه د کورنیو چارو وزارت د چټک غبرګون ځواکونه د کودتا چیانو په وړاندي د حکومت په پلوۍ په لومړیو لیکو کې ودریدل.

عباس جوادي لیکي په ډېرو مواردو کې لیدل شوي چې د کودتاچیانو ډېر ځوان پیاده سرتېري چې ظاهراً په دې نه پوهیدل چې د څه لپاره په سیمو کې ځای پرځای شوي دي، تر ډزو وروسته د پولیس افسرانو لخوا بې وسلې او نیول شوي دي.

ګڼ پولیس خلکو ته تسلیم شول

لیکوال زیاتوي د کودتا پر مهال د راډیو او تلویزیونونو چینلونه بند شوه، خو د حکومت پلویانو په یوه نه هیریدونکي هڅي سره دا امکانات برابر کړه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مبایل ټلیفون له لاري د سي ان ان شبکې له ترکي څانګي سره پر ویډیو څرګند شي او خلک یې وهڅول چې تسلیم نشي.

تر دې وروسته د جوادي په لیکنه نیوني پیل شوې.

د شنبه ورځې تر سهاره پوري د پوځ او امنیتي ځواکونو شاوخوا ۱۵۰۰ تنه چې په کودتا کې د لاس لرلو شک پرې کېده ونیول شوه.

په دې کسانو کې پنځه جنرالان او ۲۹ ډګروالان هم شامل دي.

اردوغان استانبول ته له بېرته ورتلو سره ژمنه وکړه چې ډېر ژر به نظم بېرته راولي او ددې کار عاملینو ته به سزا ورکړي.

اردوغان: ددې کار عاملینو ته به سزا ورکړو

په مقاله کې لیکل شوي چې د استانبول د اتاترک هوایې ډګر بیا پرانستل او په تدریج سره د پروازونو بیا پیلیدل د یوې نوي ورځ ښکارندویې کوي.

د عباس جوادي په وینا ولسمشر اردوغان او نورو چارواکو د کودتا له پیله په پوځ کې دننه یوه کوچنۍ ډله ګرمه او د اردوغان د رژیم د مخالف جلا وطني فتح اله ګولن پلویان بلل.

د ترکیې حکومت د ګولن پلویان یوه تروریستي ډله ګڼي چې له ډېرې مودې راهیسي د منتخب حکومت د ړنګېدو هڅي کوي.

د ښاغلي جوادي په خبره د ګولن پلویان له تېرو دوو لسیزو راهیسي د ترکیې د پوځ او پولیسو په لیکو کې او هم د عدلیې او پوهني په سکتورونو کې ځای نیولی دی.

دوی د ۲۰۰۰ کال په لومړیو کې د اردوغان پلوي کوله او وروسته یې مرسته ورسره وکړه چې د ولسمشر په توګه واک ته ورسیږي، خو په ۲۰۱۱ کال کې د اردوغان حکومت دغه کسان د لوړو حکومتي پستونو، رسنیو او سوداګریزو چارو څخه لیري کړل.

د عباس جوادي په باور داسي ښکاري چې د جولای د ۱۵ کودتا د ګولن د ډلي یوه هڅه وه چې د ترکیې د حکومت مخالفینو ښکاره ملاتړ یې نه درلود او تر نژدې ۱۲ ساعتونو مبارزې وروسته ناکامه شوه.