د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د ترکیې پوځ ادعا وکړه چې د خپل هیواد کنټرول یې اخیستی دی


د ترکیې پوځ ادعا وکړه چې د ډیموکراتیکواوبشري ارزښتونو د ساتنې لپاره يې د خپل هیواد کنټرول اخیستی دی.

د ترکیې د پوځ دا ادعا پرون شپه د ترکیې دوګان خبري اژانس او ددې هیواد پردولتي ټلویزیون خپره شوه.

د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترکیې بهرني روابط په خپل حال پاتې شي او دقانون حاکمیت ته به الویت ورکول کیږي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان په دفترکې سرچینو ویلي چې هغه په امن کې دی.

د ترکیې دولتي ټلوزیون په تګ راتګ بندیز او مارشالا اعلان کړی دی.

د ترکیې دولتي ټلویزیون " اندلو" ویلي چې د دې هیواد دپوځ د لوي درستیز په ګډون لوړ رتبه چارواکي په استانبول کې د پوځ په مرکزکې برمته کړي دي.

د ترکیې صدراعظم بنعلي یلدریم مخکې وویل چې د دې هیواد پوځ د قدرت ترلاسه کولولپاره په خپل سر فعالیت پیل کړی او د خپلومشرانوقوماندې ته يې پام ندی کړی.

XS
SM
MD
LG