د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د ترکیې ۳۴ لوړپوړي پوځي چارواکي له دندو لیري شول


په ترکیې کې د تېرې شپې د ناکامې کودتا وروسته په دغه هېواد کې امنیتي اقدامات دوام لري.

په همدي حال کې د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر وایي هر وخت د یوې بلي کودتا هڅه کېدای شي نو ځکه لازمه بولي چې د ښار پر واټونو خپله بشپړه څارنه ولري.

د ترکیې سرپرست لوی درستیز وایې پوځ په پام کې لري د دوی په وینا د موازي حکومت یو شمېر غړي له خپلو دندو لیري کړي.

په ترکیې کې د تېرې شپې تر ناکامې کودتا وروسته د حکومتي چارواکو په وینا ۱۵۶۳ تنه پوځیان نیول شوي دي.

پنځه جنرالان او ۲۹ ډګروالان له خپلو دندو لیري شوي دي، پر دوی شک کېده چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت د ړنګېدو په هڅه کې یې لاس درلود.

پر دوی شک کېده چې د حکومت د ړنګېدو په هڅه کې یې لاس درلود.
پر دوی شک کېده چې د حکومت د ړنګېدو په هڅه کې یې لاس درلود.

په دې کودتا کې ۹۰ کسان مړه او شاوخوا۱۱۰۰ تنه ټپیان شوي دي، خو لا اوس هم حکومت د کودتا د یوې بلي هڅي احتمال نه ردوي.

ولسمشر رجی طیب اردوغان پر ټویټر په یوه خپاره شوي پیغام کې پر خپلو پلویانو غږ کړی چې په واټونو کې پاتې شي او د هرې احتمالي پېښي مخه ونیسي.

بل خوا د واکمن عدالت او پرمختیا ګوند یوه غړي چې نوم یې نه دی ښودل شوی رویترز خبري اژانس ته ویلي:

"کودتاوي تېرې شوي، اوس په ترکیې کې د کودتا امکانات نشته، دا یوازي یو ناسم حرکت وو چې ناکام شو، موږ به اجازه ورنه کړو چې دا کار بیا وشي."

د پوځ سرپرست لوی درستیز جنرال امیت دُندار په انقرې کې یوې خبري غونډي ته وویل چې ۱۰۴ تنه هغه سرتېري چې د دې کودتا پلوي یې کړې وه وژل شوي دي.

دی وایي، پوځ په پام کې لري چې په خپلو پوځي لیکو کې دده په وینا موازي حکومتونه له منځه یوسي.

دُندار زیاتوي یو نامعلوم شمېر د حکومت پلویان پوځي افسران لا هم په نامعلومو ځایونو کې د کودتا د تنظیموونکو په توقیف کې دي.

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم د دې بحران په اړه د بحث لپاره د پارلمان د یوې فوق العاده غونډي غږ کړی دی.

کودتاچیانو د شپې مهال له ټانکونو او الوتکو کار واخیست، دوی په انقرې کې د ولسمشر پر دفتر، د پارلمان او د ترکیې د استخباراتي ادارې پرودانیو بریدونه وکړه.

لوی درستیز جنرال هلوسي اکار چې تېره شپه د کودتاچیانو لخوانیول شوی وو، نن سهار مهال د هیلکوپترو په مرسته د ژغورني په عملیاتو کې خوشي شو.

XS
SM
MD
LG