د امریکا یو لوړپوړي پوځي قومندان ویلي چې هېواد یې له خپلو متحدینو غواړي چې د افغانستان د امنیت په برخه کې دې مرستو ته دوام ورکړي څو تر ۲۰۲۰میلادي کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره په کلني ډول د پنځه میلیاردو ډالرو بودیجه وساتلی شي.
پوځي قومندانان د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره د مالي مرستو د دوام مسئله د ناټو د مشرانو له هغې غونډې مخکې راپورته کوي چې ټاکل شوې ده، د جولای په میاشت کې په وارسا کې جوړه شي.
په دې غونډه کې به د ناټو د پوځي تړون د غړېو هېوادونو مشران د افغان حکومت سره چې همدا اوس د وسله والو طالبانو سره په توده جګړه بوخت دی د مرستې او ملاتړ پر موضوع بحث وکړي.
افغان ځواکونه د تمرین په حال کې
تورن جنرال سکیپ ډیویس په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې باندې قوي توافق شته په ځانګړي توګه د دفاعي مشرانو له خوا چې د افغانستان سره ملاتړ باید دوام وکړي.
نوموړي وویل، هغه سخت دریځي چې دلته په سیمه کې روانه ده د ناټو د امنیت سره تړلې دي او په دې برخه کې د غړېو هېوادونو ترمنځ د هر ممکن ملاتړ د برابرولو نیت شته.
د رویټرز خبري اژانس په دې اړه په خپل راپور کې وايي، د لویدیځو هېوادونو هغه هڅې چې غوښتل یې د افغانستان له جګړې ځان جلا کړي، دغلته د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب شوي دي.
کله چې د ناټو د غړېو هېوادونو او د دوی د متحدینو مشران په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په یوې ورته سرمشریزه کې راټول شوي وو نو داسې یې پلان کړه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره مالي مرستې هم ورو ورو کمې کړي.
خو جنرال ډیویس وايي، د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو په مقایسته شرایط بدل شوي دي.
د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل د اوسني پلان له مخې د امریکا متحده ایالت د کال له درې نیم میلیارده ډالرو یو څه زیاته اندازه پیسې برابروي.
نور هېوادونه له نهه سوه میلونو تر یو میلیارد ډالرو پورې بسپنه ورکوي، خپله افغان حکومت د کال څلور سوه میلونه ډالر د امنیتي لګښتونو لپاره له خپلو عوایدو برابروي، دا هغه ونډه ده چې جنرال ډیویس تمه لري چې زیاته به شي.
پوځي قومندانان وايي، تمه یې دا ده چې د تمویل دا سطحه لږ تر لږه څلور راتلونکې کلونه هم دوام وکړي.
د دې امریکايي جنرال په وینا افغان امنیتي ځواکونو درانه تلفات ورکړي، نوېو روزل شوېو سرتېرو او د زیانمنو شوېو وسایلو بدلولو ته اړتیا لري.
امریکايي جنرال سکیب ډیویس وايي، افغان ځواکونو مقاومت وکړ، ښه جګړه یې وکړه خو په عین حال کې له ستونزو سره هم مخ وو.
د ده په وینا طالبانو تر هغې ډېر مقاومت وکړ چې تمه یې کېده او همدارنګه د سولې خبرو ته یې هم زړه ښه نه کړ.