اف بي ای: عمر متین داعش ته د وفادارۍ اعلان کړی و

د امریکا د استخباراتو فدرالي اداره اف بي ای وايي، د فلوریډا ایالت په اورلانډو ښار کې پر خلکو حمله کوونکي، د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش ته د وفادارۍ اعلان کړی و.

په اورلانډو کې په دې حمله کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي.

د امریکا د استخباراتو د فدرالي ادارې اف بي ای په وینا، عمر متین تر حملې مخکې د عاجلو حالاتو ځانګړو پولیسو ته ټیلیفون کړی او له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یې د ملګرتیا پیغام ورکړی و.

د امریکا پولیسو پرون یکشنبې وویل، عمر متین په اورلانډو کې د خلکو د وژلو مسئول ګڼي.

حمله کوونکی، د پېښې سیمې ته د امنیتي ځواکونو تر رسېدو وروسته، له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.

ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د فلوریډا حمله یو تروریستي عمل و

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې دا یو تروریستي عمل و او د کرکې له مخې شوی دی.

بارک اوباما زیاته کړه:

"دا ترور او د کرکې عمل دی. د امریکایانو په حیث، موږ ټول په دې غم کې شریک او د خپلو خلکو د دفاع لپاره متعهد یو."

د چین صدراعظم لي کیکیانګ

د چین صدراعظم لي کیکیانګ او د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل نن په پیکنګ کې په ګډه خبري غونډه کې، دا پيښه وغندله.

لي کیکیانګ وویل:

"چین د ترورېزم له هر عمل سره مخالفت لري. موږ د خلکو د وژل کېدو له امله د خپلې خواشینۍ مراتب ټولې امریکا ته وړاندې کوو او د زخمیانو له کورنیو سره خوا خوږي لرو."

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل هم په دې اړه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل:

"زموږ زړونه نن له غمه ډک دي. زه دا خبره د ټولو جرمنیانو په استازیتوب چې دلته راغلي کولای شم، د یوه وګړي بدي او کرکې د ۵۰ کسانو ژوند واخېست. موږ که څه هم داسې وحشتناکو پېښو ډېر خوابدي کړی یو، تعهد لرو چې په زغم او ازادۍ کې به ژوند ته ادامه ورکړو."

د متین پلار ویلي چې دا حمله له ترورېزم سره ارتباط نه لري او زوی یې د قهر له مخې دا کار کړی دی.

د انډپنډنټ ورځپاڼې په حواله، د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش په خپله راډیو البیان کې یو وار بیا ادعا کړې او ویلي یې دي چې متین په امریکا کې د خلافت عسکر و.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي چې په اورلانډو کې پر خلکو وسله والې حملې چې ټولې نړۍ ته د ترورېزم ګواښ یو وار بیا څرګند کړی دی.

د اسراییل چاپ، جورو سلیم پوسټ ورځپاڼې په حواله، نتانیاهو نن د خپلې کابینې غونډې ته وویل چې د نړۍ روښانه ولسونه باید سره متحد شي او د دې تهدید پر ضد مبارزه وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

په امریکا کې د همجنس بازانو پر کلب برید کوونکی افغاني‌الاصل دی