د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

صدیق متین وايي د زوی حمله يې مذهبي انګیزه نه لري


د هغه سړي پلار چې د امريکا په فلوريډا ایالت کې يې پنځوس کسان په ډزو ووژل، ډېر ځلي سياسي بيانونه ورکړي او پر پاکستان او افغان ولسمشر اشرف غني يې انتقادونه کړي.

عمرم تین هغه افغان الاصله امريکايي و چې د يکشنبې په ورځ يې په اورلانډو ښار کې د همجنس بازانو په یوه کلب کې پنځوس کسان په ډزو ووژل.

د عمر متين پلار صديق متين نوميږي او په امريکا کې په يوه افغان تلويزیوني چينل کې يې له دریېو کلونو راهيسې يو پروګرام پر مخ وړه.

صديق متین په دوامداره توګه پر فېس بوک پاڼه د ويډيوګانو له لارې خپلې خبرې خپروي.

په اورلانډو کې د پيامِ افغان په نوم افغان تلويزيوني چينل څښتن عمر خطاب په یوه مرکه کې ويلي چې صديق متين به د خپل پروګرام لپاره له دغه چينله په ځينو مواردو کې وخت په پيسو اخېست.

د ده پروګرام د ډيورنډ جرګه په نوم خپرېده او په کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ د کرښې په اړه خبرې کېدې.

صديق متين پر خپله فېسبوک پاڼه په ويډيوګانو کې ځان د افغانستان ولسمشر بللی او په ځينو مواردو کې يې د کابينې لپاره يې د کسانو نومونه هم ياد کړي.

په امریکا کې د همجنس بازانو پر کلب برید کوونکی افغاني‌الاصل دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:52 0:00

د يکشنبې په ورځ له اېن.بي.سي نيوز سره د مرکې پر مهال صديق متين چې د مېر صديق په نوم هم پېژندل کيږي، ويلي چې د زوی د حملې او د دین يې هيڅ تړاو نشته.

صديق متین ويلي چې د دغې حملې لپاره بخښنه غواړي او زياته کړې يې ده:

"موږ د ده له دې اقدامه هيڅ خبر نه وو. موږ په شوک کې يو لکه ټول هېواد."

همدا راز نن پر فېسبوک په یوه خپره کړې ويډيو کې صديق متين ويلي چې زوی يې عمر متين ډېر ښه هلک و، لوستی هلک و. يو زوی او مېرمن يې درلودل. ډېر عزتمن و په دې مانا چې د مور او پلار درناوی يې کاوه.

ده ويلي، زوی يې په یوه شرکت کې کار کاوه او تفنګچه يې ورته ورکړې وه:

"دی تللی دی د همجنسانو په کلب کې يې پنځوس کسه په ډزو وژلي. زه ډېر خوابدۍ يم او دا مې د امریکا خلکو ته هم اعلان وکړ چې زه نه يم خبر چې د رمضان په دې مبارکه مياشت کې يې ولې داسې کار وکړ. همجنس بازي چې څوک کوي، خدای يې جزا ورکوي. دا د بندګانو موضوع نه ده. خدای دې ټولو ځوانانو ته توان ورکړي چې د اسلام د مقدس دين اصلي لاره خپله کړي."

صدیق متین ويلي،زوی يې په یوه شرکت کې کار کاوه او تفنګچه يې ورته ورکړې وه
صدیق متین ويلي،زوی يې په یوه شرکت کې کار کاوه او تفنګچه يې ورته ورکړې وه

صديق متين په همدې ويډيو کې ويلي چې نه دی خبرچې ولې دا کار وشو او نه پوهېده چې د زوی په زړه کې يې عقده وه.

خو ده مخکې له اېن بي سي نيوز سره د يکشنبې په ورځ د خبرو پر مهال ويلي چې نهه ویشت کلن زوی يې په ميامي کې د زوی او مېرمنې له مخې دوه همجنسان ليدلي وو او دی ډېر زيات په غُصه شوی و.

صديق متين په امریکا کې ژوند کوي خو تراوسه دا نه ده څرګنده چې دی څه وخت امریکا ته کډه شوی وو.

د عمر متين پخوانۍ مېرمنې ستاره يوسفي د کولراډو ایالت په بولډر ښار کې خبريالانو ته وويل چې عمر متین يو خطرناکه ډول ژور خفګان درلود او پخوا يې سټيرويډ هم کارول.

دې ويلي چې دا څلور مياشتې له عمر متین سره اوسېدلې او د دغې مودې پر مهال يې دا اړه کړه چې له خپلې کورنۍ سره اړیکې قطع کړي او په دوامداره توګه به يې وهله.

دا وايي، کله چې يې کورنۍ ورته راغله، د دې وضعیت ښه نه وو او له دغه حالته يې دا وژغورله.

مېرمن يوسفي وايي، دوی تر لاس نيولې له کوره وايستله.

دا وايي چې خپل هر څه يې هلته پرېښودل او له عمر متين سره يې له اوو يا اتو کالو راهيسې هيڅ ډول رابطه نه وه.

دا وايي، متین مذهبي وو خو د سخت دريځۍ نخښې يې په کې نه دي ليدلي.

XS
SM
MD
LG