چین: نړیوالې ټولنه دې د سولې په اړه د پاکستان هڅې ومني

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، نړیوالې ټولنې ته ښايي چې له ترورېزم سره په مبارزه او په افغانستان کې د سولې له پروسې سره د مرستې لپاره د پاکستان هڅې ومني.

د دې وزارت ویاند هونګ لي، وویل چې د افغان حکومت او طالبانو د روغې لپاره په څلور اړخېزو مذاکرو کې ښکیل هېوادونه [افغانستان، پاکستان، چین او امریکا] باید د مثبتې فضا جوړولو لپاره همکار شي.

لي ټینګار وکړ چې د څلور اړخېزو مذاکرو غړي هېوادونه په افغانستان کې د سولې لپاره د شرایطو د سمولو او دې ګډ هدف ته د رسېدو هڅې کوي.

د چین دا خبرې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سرتاج عزیز تر پرونیو څرګندونو وروسته خپرې شوې دي.

سرتاج عزیز پرون پنجشنبې وویل چې په افغانستان کې د ثبات لپاره د امریکا او اروپايي اتحادیې پينځلس کلنه پوځي مبارزه ناکامه شوې او یوازې د سولې مذاکرې بدیل ګڼل کیږي.

عزیز:د افغانستان د ثبات لپاره د امریکا او اروپايي اتحادیې پوځي مبارزه ناکامه شوې

خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی، استازی حضرت عمر زاخیلوال وايي چې د سولې ږغ افغانانو پورته کړی او په دې برخه کې له نورو سبق ته اړتیا نه لري.

ښاغلي زاخیلوال پ هدې اړه له ازادي راډیو سره په مرکه کې د پاکستان په لوېو ښارونو کې د وسله والو طالبانو د رهبرۍ موجودیت ته اشاره وکړه او ویې ویل:

"د افغانستان د سولې لپاره که د پاکستان دلچسپي زیاته شي دا زموږ په ګټه ده خو د سولې ږغ له افغانستانه اوچت شوی، د افغانستان حکومت او خلکو اوچت کړی، مشورې ته موږ ضرورت نه لرو چې یو بل څوک"راشي او راته ووایي چې سوله د افغانستان لپاره ښه ده، موږ په دې خپله ښه پوهیږو. "

زاخېلوال: د سولې غږ د افغانستان حکومت او خلکو اوچت کړی

ښاغلي زاخیلوال څرګنده کړه چې پاکستان باید لږ تر لږه د خپلو ملي ګټو او امنیت لپاره په افغانستان کې له سولې سره عملي مرسته وکړي.د ده په وینا، د افغانستان حکومت یوازې له ځانه د دفاع لپاره جنګیږي.

عمر زاخیلوال زیاته کړه:

"د افغانستان د دفاع جنګ دی. د افغانستان د ملي حاکمیت، د خلکو د ګټو څخه د دفاع جنګ دی خو متاسفانه، په مقابل کې یې دا ډلې افغانان وژني، ښوونځي یې سوځوي. په افغانستان کې اوس مهال، د ملي ګټو د خوندي کولو او په مقابل کې یې د تخریب جنګ روان دی. "

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار همدا راز ویلي چې هېواد یې د خپل امنیت لپاره له افغانستان سره د سرحدي سیمو کلکې څارنې ته اړ دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر په دې اړه بالعکس باور څرګند کړ ځکه د هغه په وینا، د افغانستان ستونزه د وسله والو طالبانو هغو مشرانو چې د پاکستان له لوېو ښارونو لکه کوټه، کراچۍ او پېښوره د جګړې فتوا ورکوي او جنګ رهبري کوي، پيدا کړې.

د افغانستان سفیر وویل:

"د پولو ټینګول د دې ستونزې حل نه دی."